لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي ، ۱۹ ژوبل


د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنه د ريموټ کنټرول د لارې شوې ، او بارودي مواد د سرياب لنک روډ باندې ودرول شوي يو گاډي کې ځايې په ځايې کړی شوي وو
د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنه د ريموټ کنټرول د لارې شوې ، او بارودي مواد د سرياب لنک روډ باندې ودرول شوي يو گاډي کې ځايې په ځايې کړی شوي وو

د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې د ملېشې د عسکرو د گاډي ترڅنگ بمي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې درې کسان وژل شوي ، او ۱۹ نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا د کوئټه په سټلائټ ټاؤن کې دغه چاؤدنه نن د خالي په سحر شوې ، او د ملېشې دعسکرو گاډی پکې په نخښه شوی دی . راپورونه وايي د چاؤدنې له امله د پېښې په ځايي موجودو کسانو ته مرگ ژوبله اوختې ، او د ملېشې دوه عسکر پکې هم ژوبل شوي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د کوئټې مرکزي او پوځي روغتون ته وړل شوي دي ، او د ډاکټرانو په وينا په ژوبلو کسانو کې د شپږو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنه د ريموټ کنټرول د لارې شوې ، او بارودي مواد د سرياب لنک روډ باندې ودرول شوي يو گاډي کې ځايې په ځايې کړی شوي وو . چې د ملېشې د گاډي تېرېدو په وخت وډزول شو .

د پېښې وروستو د پوليس او ملېشې عسکرو علاقه په گېره کې اخيستې ، اود لټون عمليات يې پېل کړي دي .

د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG