لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ۲۰۱۵ کال کې ۲۹ نیم میلیونه کسان په نشو اخته شوي: ملګري ملتونه


د ملګروملتونو په راپور کې راغلي دي چې هیروین یا پوډر تر ټولو خطرناک نشيي توکي دي چې په نړۍ کې د نشي توکو پورې تړلو روغتیايي ستونزو ۷۰ فیصده جوړوي.

داسې ویل کیږي چې د اوپویډو د کورنۍ دغه نشي توکي یا پوډر په نړۍ کې د مخکې تر وخته مړینو تر ټولو لوی دلیل ګڼل کیږي.

په نړۍ کې ۱۲ میلیونه کسان د پیچکارۍ یا ستن له لیارې نشي توکي اخلي او د ملګروملتونو په راپور کې راغلي دي چې یو عشاریه شپږ میلیونه یې په اېچ اېي وي وایرس او تر شپږو میلیونو زیات یې په تور زیړي یا هیپټایټیس سي باندې اخته دي.

د ملګروملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې که څه هم په نشي موادو اخته کسان ډول ډول روغتیايي ستونزې لري خو له شپږو یواځې یو تن سره چې درملنې پسې ګرځي، روغتیایی مرسته کیږي.

د نشي توکو او جرمونو پرضد د ملګرملتونو اداره یا يو ان او ډي سي مرستیال الډو لالیډیموز وايي په زیاتو هیوادونو کې په نشو اخته کسان په زندانونو کې اچول کیږي او هلته بیا له ګڼو مکروبي ناروغیو سره مخ کیږي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې د افیټامین استعمال هم په نړۍ کې د نشایانو کسانو ترمنځ زیات لیدل کیږي.

د ملګروملتونو راپور زیاتوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په نړۍ کې د اپینو تولید یو په درې برخه زیات شویدی چې دلیل یې په افغانستان کې په زیاته پیمانه کرل وه.

راپور دا هم وايي چې د کوکاینو د کارونکو شمیر هم زیات شویدي چې زیاتره یې په شمالي امریکا او اروپا کې وه.

راپور په اخیره کې لیکلي چې د مجرمو ډلو زیات عاید هم ددغه میلیارد ډالري کاروبار څخه چې په کې په غیر قانوني توګه د نشي موادو راکړه ورکړه کیږي ترلاسه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG