لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې په پښتنو او بلوڅ طالبعلمانو تشدد


وي او ای ډیوه ته دا عکسونه د قاید اعظم یونېورسټۍ طالبعلمانو ورکړي دي
وي او ای ډیوه ته دا عکسونه د قاید اعظم یونېورسټۍ طالبعلمانو ورکړي دي

پولیسو په اسلام آباد کې د قاېد اعظم يونيورسټۍ د انتظاميې په امر نزدې 70 طالبعلمان نيولي او وهلي دي.

اکثره نيول شوي زده کونکي بلوڅان او پښتانه دي.

۱۷ ورځو پورې د تړل کېدو وروسته چې يونيورسټي پرانستل شوه نوبلوڅ طالبعلمانو احتجاج کوو چې ولې د يونيورسټۍ لخوا ويستل شوو طالبعلمانو ته بېرته په يونيورسټۍ کې د داخلې اجازه نه ورکړل کيږي.

د بلوڅ محاصلينود احتجاج ماتولو لپاره د اسلام آباد پوليسو سهر وختي احتجاج کونکي طالبعلمان اونيول او و ټکول .

د پوليسو په دغه عمل د يونيورسټۍ پښتانه طالبعلمان هم د بلوڅانو په ملاتړ کې اپاڅېدل چې ورسته پوليسو هغوي هم اووهل او ځنې يي د چک شهزاد په تاڼه کې بند کړل.

د شهزاد ټاون تاڼې د حوالات نه د بلوڅ کونسل چېرمېن کامران بلوچ ډيوه ته ووېل دوي د خپلو بنيادي حقونو لپاره پرامنه احتجاج کوو چې د اسلام آباد پوليسو پرې تشدد اوکړو.

وي او ای ډيوه د شهزاد ټاون تاڼې د پوليسو مشر( SHO) فياض احمد رانجها سره په دې حقله په تېلي فون دخبرو هڅې اوکړې خو هغوي فون اوچت نه کړو.

د قاېداعظم يونيورسټۍ د پاکستان سټډي د څانګې پروفېسر حنيف خليل وي او ای ډيوه ته ويلي په يونيورسټۍ کې څو ورځې وړاندې د بلوچستان او سند د طالب علمانو ترمينځه انښتې شوې وې چې د يونيورسټۍ انتظاميې يوشمېرد بلوڅ کونسل مشران د يونيورسټۍ نه ويستلي وو.

په قاېد اعظم يونيورسټۍ کې 9700 طالبعلمان دي چې په يوشمېر سياسي ،ټولنېزو اړيکو، قانوني او اقتصادي څانګو کې زدکړې ترلاسه کوي.

طالبعلمان څه غواړي:

د قاېداعظم يونيورسټۍ طالبعلمانو دخپلو احتجاجونو ختمولو لپاره انتظاميې نه ۱۳ غوښتنې کړيدي په غټومطالبوکې د ويستل شوي طالبعلمانو بيرته په يونيورسټۍ کې پرېښودل ، په فيسونو کې کمې کول، د قانون او فارمېسي څانګې د اعلا تعليم څانګې (HEC ) سره رجسټر کول، د مېنجمنټ ساېنس څانګې له مستقل استاذان ورکول، د لومړي سېمسټر محاصلينو له هم په هاسټل کې استوګنه ورکول، او د بسونو زياتول دي.

محاصلين داغوښتنې هم کوي چې يونيورسټي زيات محاصلين په سېلف فنانس يا خپله خرچه داخلوي او چې بيا د عامو داخلو کوم سټونه خالي پاتې شي په هغې بيا په خپله خرچه داخل طالبعلمان نه اخلي.

طالبعلمان وايي دوي سره انتظامې په کال 2015 م کې وعد کړې وه چې يونيورسټي به خپل فيسونه یا لګښتونه تر پينځه کالو نه زياتوي خو وايي فيسونه په تېرو دوو کالو کې د ۱۰٪ نه تر ۲۰٪ پورې زيات کړی شوي دي-

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG