لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مفتي عبدالقوي نه به د (پولي ګراف) مشین په لار دروغ ریښتیا معلومیږي


عبدالقوي
عبدالقوي

پاکستان کې د میاشتې د ليدنې سرکاري کمېټۍ (رویت هلال) پخوانی غړی، مفتي عبدالقوي دا وخت د قنديل بلوچ د وژنې په مقدمه کې د پوليس سره د جسماني ريمانډ په بند کې دی او پلټنې ترې روانې دي.

مفتي عبدالقوي نزدې لس ورځې وړاندې د قندیل بلوچ د وژنې په مقدمه کې عدالت ته مخامخ شوی. د عدالت د نيولو د حکم وروستو هغه تښتېدلی ؤ خو وروستو پوليسو نيولی او عدالت پوليسو ته د څلورو ورځو په ريمانډ سپارلی ؤ.

د جعمې په ورځ د هغه د څلورو ورځو ريمانډ پوره کېدو وروستو عدالت هغه یوارې بیا پوليسو ته د درېو ورځو په ريمانډ ورکړی دی. دملتان پولیسو یو افسر ویلي د دروغ معلومولو مشین (پولي ګراف) په لار به د مفتي صیب نه دروغ ریشتیا معلومیږي.

قندیل بلوچ څوک اوکله وژل شوې؟

په ټولنيزو رسنیو د خپلو لانجنمنو عکسونو او ويډيوګانو خپرولو نه مشهوره شوې او پېژندل شوې قنديل بلوچ چې خپل نوم يې فوزيه عظيم ؤ په خپله پلارنۍ سيمه د پنجاب صوبې ملتان سیمه کې د ۲۰۱۶م کال د جولايۍ په مياشت کې وژل شوې وه.

پوليسو ويلي ؤ د هغې په مرۍ زور شوی او وژل شوې، وروستو د هغې ورور نسيم پوليسو نيولی او هغه منلې وه چې خور يې د غېرت په نوم وژلې ده ځکه چې هغې يې د کورنۍ بدنامي کوله.

د قنديل بلوچ په وژنه کې د هغې ورور او وروستو يې د تره زوی نيول شوي خو ملزمانو وروستو په عدالت کې د وژنې د جرم منلو نه انکاري شو او په هغوي فرد جرم لګول شوی دی.

د قنديل بلوچ وژنې ته په ځايي او نړيواله ميډيا ډېر ځای ورکړی شوی او ځينې سخت غبرګون ورته هم ويل شوی چې د دغه مقدمې پلټنې وشي او وژنه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راوستی شي.

مفتي عبدالقوي څنګه د قندیل بلوچ د وژنې مقدمه کې ښکیل شو؟

د قنديل بلوچ د وژنې څو ورځې وړاندې مفتي قوي د هغې سره سېلفي عکسونه جوړ کړي او د عکسونو په خپروېد په رسنيو تاوده بحثونه پېل شوي وو، او نوموړی مفتي بيا د رويت هلال کمېټۍ نه هم ويستل شوی ؤ.

د قنديل بلوچ پلار پوليس ته ویلي، زوی او هغه سره نور کسان چې د قنديل په وژنه کې ککړ دي مفتي قوي هغوي دې کار پله راپارولي وو.

مفتي عبدالقوي د نيولو نه وړاندې د ضمانت کولو هڅه کړې وه خو عدالت د هغه خواست رد کړی او د نيول حکم يې کړی ؤ.

د قندیل د وژنې مقدمه کې کومې مادې شامل دي؟

د قنديل بلوچ د وژنې مقدمه کې د هغې په ورور، د تره په زوي او يو بل تن باندې د مرګ او مرګ کې د مرستې کولو مادې لګول شوي دي. خو وروستو په دغه مقدمه کې داسې د ضابطه فوجدارۍ ۱۱۳سي ماده شامل کړی شوې، د دې مادې شاملولو سره که اوس مدعي وغواړي هم نو ملزمانو سره هيڅ خبره نه شي کولی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG