لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته لاړ


افغان صدر اشرف غني
افغان صدر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۸) د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا او امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

ارګ وايي، چې ښاغلی غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال، په پلازمینې ابوظبي کې د "لوور موزیم" د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي او د ارګ د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمدهارون چخانسوري هم ملګرتیا کوي.

دا په نږدې یو کال کې متحده عربي اماراتو ته د افغان ولسمشر دویم سفر دی

ښاغلی غني د تیر لمریز کال په دلوه کې هم متحده عربي اماراتو ته تللی وو او د کندهار د والي پر میلمستون باندې د برید په اړه د څیړنو نتایج یې د هغه هیواد له چاراکو سره شریک کړل.

په دغه برید کې د متحده عربي اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي وو.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې دپاره خبریال ممتاز بهیر لیکلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG