لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن ۷۵۵ امریکا يي ډپلومیټانو ته د روس پریښودو امر کړی


روسي مشر ویلي ماسکو دا مریکايي کانګرس لخوا د روس پرضد نوي بندیزونو منظورۍ په ځواب کې د امریکا پرضد نور ګامونه هم پورته کولی شي.
روسي مشر ویلي ماسکو دا مریکايي کانګرس لخوا د روس پرضد نوي بندیزونو منظورۍ په ځواب کې د امریکا پرضد نور ګامونه هم پورته کولی شي.

د روس صدر ولادي میر پوټن په روس کې کارکونکي ۷۵۵ امریکايي ډپلومیټانو ته امر کړی چې د دغه هیواد نه دې ووځي.

صدر پوټن دغه امر د واشنګټن لخوا په ماسکو د نوو بندیزونو په ځواب کې کړی. واشنګټن په ماسکو دغه نوي بندیزونه په کال ۲۰۱۶م کې په امریکايي انتخاباتو کې د روس ممکنهمداخلت په سر لګولي دي.

د امریکا خارجه وزارت یا سټیټ ډیپارټمنیټ د روسي صدر دغه امر نامناسبه او نا باوره بللی او زیاته کړې يې ده چې د دغې به ځواب ورکوي.

صدر پوټن د روس یو ټي وي ته ویلي ٫٫ د روس دننه په امریکايي سفارت خانه او کونسلګرو کې د زرو نه سوا کسانوو او اوس هم کار کوي. ۷۵۵ امریکان دې په سمدستي توګه خپل کارونه وتړي.٬٬

روسي مشر ویلي ماسکو دا مریکايي کانګرس لخوا د روس پرضد نوي بندیزونو منظورۍ په ځواب کې د امریکا پرضد نور ګامونه هم پورته کولی شي. خو هغه زیاته کړی ٫٫ ځه نن هم د دغه کار پرضد یم.٬٬

ماسکو دریځ لري د سپټمبر میاشتې لومړۍ نیټې پورې د سوونو امریکايي سفارتکارانو د ویستلو سره به په دواړه هیوادونو کې د سفارتي عملې کسانو شمیره یوشان (۴۵۵) شي.

د صدر پوټن د دې تازه امر وړاندې د ماسکو ناېب خارجه وزیر سرګی ریکوف د امریکا ای بي سي نیوز ته ویلي وو ٫٫ زما په فکر دغه ځوابي ګامونه ډیر وخت روستو لګول شوي دي.٬٬

سرګی ریکوف ویلي د ماسکو سره د دې نه علاوه نورې لارې هم شته. او زما لخوا د دغې اندازې لګول به مناسبه خبره نه وي چې څه کیدی او څه نه شي کیدی. خو په دې خبره باوري یم چې دا وخت مونږ سره ډیر وړاندیزونه موجود دي.

واېټ هاوس ویلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ به د روس، ایران، او شمالي کوریا پرضد د نوي بندیزونو قانون لاس لیک کوي.

د ټرمپ مرستیالانو د دغې ګام مخالفت ځکه کوو چې د دغه قانون په یوه ماده کې کانګرس ته د بیرته کتنې یا جاج اغستو لپاره ۳۰ ورځې ورکړی شوي چې ټرمپ د روس پرضد بندیزونه اولګوي. په دغو کې هغه بندیزونه هم شامل وو چې تیر کال په انتخاباتو کې د روسې مداخلت وروستو پخواني صدر بارک اوباما لګولي وو. خو په دغه بندیزونو د کانګرس ناکافي منظورۍ ټرمپ د دغه ممکنه ګام سره پریښودو چې که چرې هغه دغه قانون منظور نه کړي نو ډیر امکان دی د کانګرس لخوا منظور شي.

د روس ناېب خارجه وزیر ویلي د کانګرس لخوا د ۹۸ په مقابله کې په ۲ وټونو سره دغه قانون منظوریدل ډیره عجبه وه او دغه د منلو وړ پاتې نه شو.

د امریکا پخواني صدر بارک اوبامه تیر کال په دسمبر میاشت کې په امریکا کې د روس دوه سفارتي کمپاوڼدونه یا ودانې وتړلې او ۳۵ سفارتکارانو ته يې د امریکا پریښودو امر کړی وو. پخواني صدر دغه کار د خپل دفتر پریښودو یوه میاشت وړاندې کړی وو. خو ماسکو هغه وخت د دغې په ځواب کې هیڅ ګام نه وو پورته کړی لکه څنګ چې د تازه بندیزونو په ځواب کې وکړو.

په امریکا کې سیاسي څیړنکو ګڼله چې صدر ټرمپ به د صدارت څوکۍ سمبالولو وروستو د روس سره د اړیکو خه کولو لپاره د پخواني صدر بارک اوباما په وخت کې لګیدلي بندیزونه لري کړي خو صدر ټرمپ داسې هیڅ څه ګام پورته نه کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG