لاس رسیدونکی لینک

د پنجاب په نصابي کتابونو کې پښتون جاهل او غدار دی


Punjab Pashtuns Text Books 4

د پاکستان تر ټولې واکمنې صوبې پنجاب کې په تعليمي ادارو کې پښتون_ضد درسونو کې پښتون ته د "جاهل" او "غدار" کليمې کارول شويدي.

پښتانه پوهان او ليکوالان وايي د پاکستان پنجاب صوبې په کالجونو کښې د پښتنو په ضد داسي درسونو له لارې پنجاب د نورو صوبو وګړي غدار ثابتول غواړي.

څېړونکی او پروفېسور خادم حسېن وايي پنجاب په کسته داسې بیانیه خوره وي چې د نورو صوبو وګړي په هره چاره کښې شاته پاته ثابت کړي.

تر دې وړاندي یي د ترهګر نوم ورکړی وو او تر هغه له مخه يې په ‌‌‌‌‌‌ډرامو او فلمونو کښې د کم عقله، بېوفا، ناهله او همدا رنګه نورو منفې نومونو او کردارونو باندي پېژندګلو کړې او تازه هڅه یې د غداری ده.

د پنجاب صوبې د ‌‌‌‌‌‌ډګري کالجونو لپاره د مطالعه پاکستان یو کتاب چې د محمد اکرم په نوم یوه کس لېکلی، کښې وېل شوي چی کال ۱۸۳۰م کښې د سېداحمد برېلوي تحريک مجاهدين ځکه ناکامه شو چې پښتنو ورسره "غداري" وکړه او دا چې "جاهله" پښتنو د سيکهانو له پروپاګند څخه اغېز واخست.

د پاکستان یو بل پښتون تاريخ پوه او د اسلام اباد په قائداعظم پوهنتون کښې استاز پروفېسور وقار علي شاه وايي تحريک مجاهدين د شمالي هندوستان د پټنه او بهار د سيمو تحريک وو او د پښتنو په وطن کښې یې د پښتنو ناموس او کلتور ته سخت زیان واړه وو نو ځکه پښتانه ځيني بېل شو او په یوه شپه کې یې د سېداحمد برېلوي ۱۲۰۰ ملګري و وژل.

هغه وايي برېلوي خفه شوی نه وو بلکه پښتنو ته ټينګ نشو او کشمير ته په تېښته شو او ورسته په کال ۱۸۳۱م کښې ووژل شو.

خادم حسېن وايي دا د پنجاب یوه ژوره نفسېاتي بیانیه ده او د لسېزو رائسې ورباندې کار روان دی خو پښتانه ليکوالان، پوهان او اديبان باید د دې مخ نيوی وکړي.

وقار علي شاه وايي پښتانه او نور وګړي د پردېو په لیکل شوي او تپل شوي تاریخ باندي غولول شوي دي او پښتنو ته د دې مخ نیوی پکار دی.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG