لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب اعلا وزیر وايي "پښتانه زمونږ وروڼه دي"


په ورستۍ ورځو کې په پنجاب کې د پښتنو سره د تعصب او زور زیاتي د رپورټونو ورسته د صوبې اعلا وزیر شهبازشریف ویلي پښتانه "زمونږوروڼه دي" او په پنجاب کې د ژوند او د کاروبار کولو حق لري.

د پنجاب د قانون وزیر راناثناالله د صوبې اعلا وزير شهبازشريف له قوله ويلي (( "پنجاب کې اباد پښتانه زمونږ وروڼه دي او په پنجاب کې د پاتې کېدو او کاروبار کولو هغوي ته دومره حق حاصل دی څومره چې بل چاته دی."

د پنجاب حکومت لخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په ملک کې په ۲۲م فرروۍ د ترهګرو په ضدد ردالفساد په نوم عملیاتو پېل کولو وروستو پنجاب کې د پښتنو زورولو، نیولو او سپکاوي خبرونه مخې ته راغلي ؤ.

راناثناالله نن د نهې په ورځ لاهور کې د امير مقام سره په ګډه رسنيو سره خبرو کې وويل وزیراعلی پنجاب شهباز شريف سره د وزیراعظم صلاح کار اميرمقام په مشرۍ لاهور او پنجاب کې د پښتنو پلاوي ليدلي او خپل ځینې تحفظات يې ورته وړاندې کړي دي.

هغه وويل شهبازشریف پلاوي ته د دوي د تحفظاتو لرې کولو د بارو ورکولو ترڅنګ ويلي چې پنجاب کې اباد پښتانه د دوي وروڼه دي او دوي ته په پنجاب کې د پاتې کېدو او کاروبار کولو پوره حق حاصل دی.

پنجاب کې د پښتنو زورولو په غبرګون کې د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په متفقه توګه منظور کړي قرارداد کې غوښتنه کړې وه چې مرکزي حکومت دې په پنجاب، سيندهـ او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې دې د پښتنو بې ځايه زورول او سپکول ودروي.

د اسمبلۍ په منظور شوي قرار داد کې په یادو سیمو کې د پښتنو په زورولو او سپکاوي سختې اندېښنې څرګندې کړی شوې وې.

او هم د ګل په ورځ پاکستان کې د بشري حقونو سازمان (اېچ ار سي پي) پنجاب صوبه کې د پښتنو سره د نسلي فرق او زور زياتي په سر د پنجاب په حکومت سختې نيوکې کړي، پنجاب کې پښتنو سره په کېدونکي زور زياتي يې اندېښنه څرګنده کړې او دغه سوچ يې په سختو ټکو کې غندلی چې پښتنو ته د شک په نظر کتل کیږي.

د پښتنو ملت پالو ډلو سره د نورو سياسي ډلو لخوا هم پنجاب کې د پښتنو په زورولو سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ.

د پنجاب پوليس لخوا پمفلټې خورې شوې او داسې اعلانونه شوي چې څوک پښتون يا افغان چاته په نظر راځي د هغوي په ضد دې پوليس ته خبر ورکړی شي.

د دې ترڅنګ لاهور کې د سوداګر تنظيمونو لخوا هم پښتنو کاروباريانو ته ويل شوي چې ځانونه درج کړي.

راناثناالله وايي په ملک کې د ترهګرۍ په ضد روانو عملياتو کې په ځینو وختونو کې عام خلک د دغه عمل نه تيږيږي او هغه په دغسې کېدو بخښنه هم وغوښته.

نوموړي وويل خېبرپښتونخوا او سيندهـ صوبه کې ځينې سياسي ډلې او مشران په دې معامله سياست کوي د پنجاب خلاف کرکه خوروي هغه ويلي دا د ملک پرضد دښمني ده.

د پوځ لخوا د ردالفسار په نوم ملکي کچ باندې د ترهګرۍ په ضد عملياتو پېل کولو درې ورځې وروستو د پوځ مطبوعاتی څانګې ائي اېس پي ار يو بیان کې په ټول ملک کې ترسره شوؤ عملياتو کې د څلورو مشکوک ترهګرو د وژنې او ۶۰۰ پورې مشکوک کسانو دنيولو ادعا کړې وه، پوځي بيان کې ويل شوي چې په نيول شوو کې ځينې افغانان هم شامل دي.

په ملک کې په وروستيو کې د ترهګرۍ دپېښو رامنځته کېدو او په خصوصي توګه لاهور او د سيندهـ صوبې په سېهون کې د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي برید وروستو د ردالفسار نومې عملیاتو پرېکړه شوې ده.

د روانې میاشتې په ۱۶م نېټه د لعل شهباز قلندر په مزار شوي بريد کې د ۹۰ پورې کسان وژل شوي او د بريد زمه واري داعش قبوله کړې وه، د دغه بريد په سبا له پاکستان د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره د تورخم او چمن ترڅنګ ټولې لارې تړلي چې لا تراوسه لا بندې پرتې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG