لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د خوشحال خان خټک او غني خان په ياد کې دستوره


 د دستورې په لمړۍ برخه کې په د دواړو اتلانو مقالې واورول شوې او په دوهمه برخه کې يې د پښتو موسيقۍ پروگرام وشو
د دستورې په لمړۍ برخه کې په د دواړو اتلانو مقالې واورول شوې او په دوهمه برخه کې يې د پښتو موسيقۍ پروگرام وشو
په کراچۍ ښار کې د پښتون تهنکرزفورم لخوا د خوشحال خان خټک د ۳۲۵م تلين او غني خان د سلو کالو پوره کېدو گډه دستوره ونمانځل شوه ، چې پکې د خيبر پښتونخوا نه د راغلو شاعرانو اديبانو سره د کراچۍ ځايې پښتنو او اردو ويونکو شاعرانو او گنړ شمېر کسانو گډون درلود .
د شورو په ماښام کراچۍ ارټس کونسل کې د پښتنون تهنکرز فورم لخوا د خوشحال خان خټک او غني خان په نوم جوړه دستوره چې مشري يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ پخواني مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک کوله ، د دستورې په لمړۍ برخه کې په د دواړو اتلانو مقالې واورول شوې او په دوهمه برخه کې يې د پښتو موسيقۍ پروگرام وشو .
د خيبرپښتونخوا نه راغلو يادو پښتنوسندرغاړو بختيار خټک او فېاض خيشگي د خوشحال خان خټک او غني خان خوندور کلامونه وړاندې کړل
د خيبرپښتونخوا نه راغلو يادو پښتنوسندرغاړو بختيار خټک او فېاض خيشگي د خوشحال خان خټک او غني خان خوندور کلامونه وړاندې کړل
دستوره کې د گډون په مهال ډاکټر راج ولي شاه خټک وائس اف امريکه ډيو ريډيو سره خبرو کې د غني خان په اړه ووئيل ، چې غني خان د پښتنو د فن او ثقافت په تاريخ کې نادر شخصيت دی ، غني خان يو لويې شاعر ، انځور گر ، د لوړ سياسي او فني فکر خاوند ، د هغه فلسفه او د هغه د ښائست د تصور سره مونږ په دې رسېدلي يو ، چې غني خان يو صوفي هم ؤ .
ډاکټر راج ولي شاه زياته کړه چې پښتنو کې د فنون لطيفه د شعور د کمي له کبله غني خان چا په دغو حوالو ونه پېژندو خو د پښتنو د موسيقۍ او شاعرۍ سره د شوق په وجه غني خان مشهور شو او شاعري يې اولس ته ورسېده .
نوموړي ووئيل د بده مرغه د پښتنو شعور لا دومره بېدار نه دی چې هغويې د غني خان په کلام او فلسفه ځان پوهه کړي ، هغه د لويې بصيرت ، فکر او عمل خاوند ؤ ، مونږ که د هغه په فلسفه ځان پوهه کړی وی نو کېدی شي نن به زمونږ دا حال نه وی د کوم سره چې پښتانه مخ دي .
٫٫ نن صبا چې په مونږ په کوم تورونه لگي ترهگري او نور حالات ، يا د پښتنو چې کوم تشخص دنيا ته وړاندې کيږي هغه بيخي غلط دی ، نو دا که مونږ وايو چې د پښتنو د تشخص صحيح خدوحال دنيا ته وښايو نو په خپلو دغو شان شاعرانو ، اديبانو فلسفيانو باندې به کار کول وي ، چې دنيا ته مونږ وښايو چې مونږ سره د دغې فکر خاوندان هم شتی ، پښتانه څه وحشيان نه دي پښتانه يو سيولائز متمدن قوم دی ٬٬ .
ډاکټر راج ولي شاه ووئيل د پښتنون تهنکرز فورم د دستورې ستائينه وکړه او زياته ېې کړه د پښتنو د اصل تشخص ښکار کولو دپاره دغه رنگ دستورې د ارزښت وړدي .
په دغه مهال د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر اباسين يو سفزي ووئيل چې دغه رنگ دستورې د خپل پښتون نوي کُل تربيه کول دي او د خپلو مشاهيرو په حقله نور قامونه خبرول دي ، او بيا د خوشحال خان خټک او غني خان شاعري چې په صدو خوره ده د دخت ضرورت دی چی مونږ په هغې ځان پوه کړو .
٫٫ که مونږ د خوشحال خان بابا کلام او ذات وگورو ، په هغې کې د دومره اوچتې پايې سوچ دی چې نن صبا مغربي جديده فلسفه د هغې نه مخکې نه ده تلې ، او که مونږ د غني خان سوچ ، جميالياتو ، قوميت او تصوف ته وگورو نو دا ټول هغه څيزونه دي چې خپل اوسني کُل ته په وخت ورسي نو د دې په زريعه به خلکو کې يو مثبت انقلاب راشي او دغه مثبت انقلاب به په دنيا کې د امن ، سوکالۍ او خوشحالۍ سبب وگرځي ٬٬ .
نوموړي دستورې ته په خپله وينا کې په غني خان په اردو ژبه کې ليکلي تفصيلي مقاله هم وړاندې کړه .
د خوشحال خان خټک او غني خان په ياد کې جوړه دستوره کې د شاعرانو ، اديبانو سره په گڼه شمېره کې کسانو گډون درلو
د خوشحال خان خټک او غني خان په ياد کې جوړه دستوره کې د شاعرانو ، اديبانو سره په گڼه شمېره کې کسانو گډون درلو
د دستورې په مهال د پښتون تهنکرز فورم مشر قاسم جان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ په کراچۍ کې له دې سيمينار وړاندې په رحمان بابا ، غني خان ، اجمل خټک او باچا خان هم سيمينارونه کړي او په راتلونکې کې د نورو دغه رنگ سيمينارونو تابيا کوؤ ، او زمونږ مقصد په کراچۍ ښار کې پښتانه د خپلو اتلانو نه خبرول دي .
٫٫ مونږ دا غواړو چې پښتو ژبې او کلتور ته وده ورکړی شي ، او د پښتنو د نوی کُل توجه خپلې ژبې ، تاريخ او کلچر ته راواوړي ، بل په دې ښار کې مونږ د ادب او کلچرد هلو ځلو نه علاوه د امن دپاره مبارزه کوؤ او د امن دپاره د باچاخان بابا د عدم تشدد د فلسفې پرچار کوؤ او په هغې سلسله کې مونږ اراده لرو چې د مارچ د مياشتې په اخره کې مونږ په کراچۍ کې د باچاخان بابا د ۲۶م تلين په حوالې سره يو عدم تشدد کانفرنس وکړو ٬٬ .
هغه ووئيل دغه کانفرنس به په دوؤ برخو کې وي يوه برخه کې د ملک دانشوران او په دوهمه برخه کې سياست مدار رابلو .
د خوشحال خان خټک او غني خان په نوم د جوړې دستورې په ورستۍ برخه کې د خيبرپښتونخوا نه راغلو يادو پښتنوسندرغاړو بختيار خټک او فېاض خيشگي د خوشحال خان خټک او غني خان خوندور کلامونه وړاندې کړل ، او دستوره په دغه ځايې پايې ته ورسېده .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG