لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوحا په غونډه کې طالبانو افغانستان سولې لپاره خپل شرطونه وړاندې کړل


 د افغانستان د سولې عالي شورا
د افغانستان د سولې عالي شورا

په قطر کې دا غونډه د پگواش نومې ادارې په انتظام جوړه شوې وه چې غیر رسمي وه او تر ۴٠ پورې کسانو پکې برخه درلوده خو یو هم د چا استازی نه وو. ادارې ویلي غونډه کې مذاکرات نه کیدل بلکه افغانستان کې د کرارۍ دپاره په لارو چارو بحث وشو.

د پگواش سیکریټري جنرل پې کوټا راموسینو خپل رپورټ کې ویلي برخه وال په ١٥ ټکو موافقه شوي چې پکې په افغانستان کې امنیت راوستل، جگړې د پائې ټکی ایښودل، ولسې مرگ ژوبله ختمول، د طالبانو نومونه د تور فهرست څخه ایستل او د سیاسي بندیانو خوشي کول شامل دي. ددې ترڅنگ برخه والو د نړي والو ځواکونو تر بشپړه وتلو وړاندې د افغان سیاسي گوندونو ترمینځه په موافقې ټینگار وکړ، ادارې فساد او د مخدره موادو کرل او خرڅول د اندیښنې وړ وگرځول شو.

د غونډې برخه والو په دې هم موافقه وکړه چې افغانستان کې په هر حال یو اسلامي حکومت وي خو پکې لږکیو ته بشپړه احترام او د هغوي د حقونو حفاظت به کیږي. ښځو ته تعلیمي اسانتیاوي برابرول او افغانستان کې یو سیاسي نظام رامنځته کولو باندې هم خبرې وشوې.

غونډه کې د طالبانو په شمول ټول برخه وال په دې موافقه وو چې داعش یا د اسلامي ریاست وسله واله ډله د افغان ټولنې دپاره په هره معنا یوه نااشنا ډله ده. برخه والو د گاونډي هیوادونو سره ښه اړیکې ساتل او له هغوي څخه په افغانستان کې د سولي، کراري او امنیت لپاره د منثبت رول غوښتنه وکړه.

غونډې ته د افغان طالبانو پلاوې یو لیکل شوی بیان وړاندې کړ چې پکې خپل د زړو شرطونو د تکرار ترڅنگ يي په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په قطر کې د خپل سیاسي دفتر په رسمیت د پیژندو غوښتنه وکړه.

د طالبانو په بیان کې ویل شوې چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره څرگنده پلان نه لري او هڅه کوي چې د جنگ له لارې مخالفینو باندې بریا ومومي.

غونډه کې د طالبانو اته کسیزه پلاوې نه علاوه، د افغان حکومت، د سولې د عالي شورا، افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما، د افغان مدني ټولنې فعالین، ځېنې ښځې او د پاکستان نه ځېنې برخه وال شامل وو.

د پگواش قیام د هغه کوښښونه نتیجه ده چې د ١٩٥٠ په لسیزه کې د نړۍ ځېنې مشهورو شخصیانو دنیا د ایټمي وسلو د تباهۍ د بچ کولو اوشخړې د مذاکراتو د لارې حل کولو دپاره شورو کړې وو. په دې لړ کې وړمبۍ غونډه د کینیډې په پگواش کلې کې وشوه چې بنیاد يي هغه تصور وو چې مشهور سائنسدان البرټ ائنسټائن او مشهور لیکوال او فلسفې برټرنډ رسل وړاندې کړی وو چې دنیا د ایټمې وسلو د تباهۍ سره مخ کیدی شي. د خپل جوړښت راهسې پگواش د نړۍ په مختلفو شخړو غیر رسمي کانفرنسونه کوي چې پکې حکومتونه شامل نه وي او برخه وال پکې په بې طرفه ډول د مسلو په حل کولو خبرې کوي.

دنیا کې امن دپاره په کوښښونه ادارې ته د نوبل امن انعام هم ورکړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG