لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ائي به په ۱۴م اگست حکومت سره خبرې کوي


راپورونه وايي د تحريک انصاف مشر عمران خان نن د جماعت اسلامي مشر سراج الحق سره د ليدو نه هم انکار کړی ، او وئيلي يي دي وس د خبرو وخت نه دی پاتې .
راپورونه وايي د تحريک انصاف مشر عمران خان نن د جماعت اسلامي مشر سراج الحق سره د ليدو نه هم انکار کړی ، او وئيلي يي دي وس د خبرو وخت نه دی پاتې .

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي ) ډلې د کور کميټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې ، چې د اگست په ۱۴م به په هر حال کې اسلام اباد پله مارچ کوي . او د پي ټي ائي مشران وايي که د مارچ په مهال يې جمهوريت کډه شو ، نو زمه وار به يې وزيراعظم نوازشريف وي .

په داسې حال چې د خالي په ورځ وزيراعظم نوازشريف سياسي او پوځ قيادت ته د قامي سلامتۍ غونډې ته د وينا په مهال د پاکستان تحريک انصاف ډلي مشر عمران خان لخوا د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ته د شوؤ غوښتنو منلو وئيلي ؤ . نن د اتوار په ورځ پي ټي ائي پرېکړه کړې ، چې غوښتنې به په ۱۴م اگست اسلام اباد کې د مارچ په مهال کوي .

راپورونه وايي د تحريک انصاف مشر عمران خان نن د جماعت اسلامي مشر سراج الحق سره د ليدو نه هم انکار کړی ، او وئيلي يي دي وس د خبرو وخت نه دی پاتې .

بني گاله اسلام اباد کې د پي ټي ائي د کور کميټۍ د غونډې وروستو د پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکرټري شيرين مزاري مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، پي ټي ائي به په ۱۴م اگست په هر حال کې اسلام اباد پله ازادي مارچ کوي .

نوموړې ووئيل حکومت سره به په ۱۴م اگست خبرې کوي ، د هغې نه وړاندې خبرې نه شي کېدی . شيرين مزاري زياته کړې که جمهوريت کډه شو ، نو زمه وار به يې نوازشريف او د هغه حکومت وي .

د پي ټي ائي د اطلاعاتو سيکرټري په دغه مهال د وزيراعظم نوازشريف نه د مستعفي کيدو غوښتنه هم وکړه ، او ويې وئيل د پارټۍ غړي دې د مارچ په ورځ د پوره تيارۍ سره ځان اسلام اباد ته راورسوي .

هغې د پټرول پمپونو خلاصولو ، او د سړکونو نه د کنټېنرو لرې کولو سره د موټرسائيکلو پرېښودو غوښتنه هم وکړه .

ميډيا سره د خبرو په مهال د پي ټي ائي بل مشر جاوېد هاشمي ووئيل ، که حکومت عمران خان گرفتار کړو ، نو دا به د حکومت لويه غلطي وي . هغه زياته کړه ، مونږ د مارشل لا ملاتړ نه کوؤ ، بلکې د پي ټي ائي مارچ د مارشل لا په ضد او جمهوريت دپاره دی .

بل لورته د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد د پي ټي ائي ازادي مارچ د انتشار يا گډوډي مارچ په نوم ياد کړی ، او وئيلي يي دي ، عمران خان او طاهرالقادري په ملک کې د ترقۍ مخه نيول او اړی گړی جوړول غواړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG