لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 فاټا کنونشن: فاټا دې په یوه اونۍ کې د پښتونخوا سره یو ځای کړې شي.


په خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف مشرانو مرکزي حکومت ته گواښ کړی دی که فاټا یې په یوه اونۍ کې د خېبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو اعلان او نه کړو نو بیا دې ځان احتجاج ته تیار کړي .

په سرښار اسلام اباد کې فاټا کنونشن ته د وېنا په وخت د خېبر پښتونخوا صوبې اعلا وزير پرویز خټک تور پورې کړو چې فاټا په صوبه کې د ورگډولو په لار کې غټ خنډ په خپله د مسلم ليگ نون حکوت دی، هغه اوویل:

"زه د فاټا اصلاحاتي کمیټۍ غړی یم او ټول غړي په دې رضا دي چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا کې شامل کړې شي، خو وزیراعظم یې نه غواړي"

پرویز خټک اوویل چې د پوځ مشر ترینه تپوس کړې ؤ ، که فاټا د پښتونخوا سره یو ځای کیږي نو تاسو یې انتظام ته تیار یې؟ هغه اوویل زما ځواب ؤ:

"هو مونږ تیار یو"

پرویز خټک دا هم اوویل چې د فرنټير کانسټېبلري (نيم پوځي ځواک) مشر ورته د فاټا د پښتونخوا کې سره د یو ځای کیدلو په وخت د ١٥٠٠٠ زره نفرۍ ورکولو وړاندیذ کړی دی. هغه اوویل:

"د ایف سي مشر راته ويلي دي چې ١٥٠٠٠ عسکر به ستاسو د پولیسو سره کا ر شورو کړي"

په اسلام اباد کنوشن کې د تحريک انصاف گوند مشر عمران خان او نورو هم ویناگانې وکړی.

په دغه غونډه کې موجود د ډيوه خبریال وايي د وليدل چې کنوشن ته د فاټا څخه په گڼ شمېر کې خلک ورغلي وو چې د قامي اسمبلۍ غړي هم پکې شامل وو.

د حکومت دريځ

یوه ورځ وړاندې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د جوړې کړې شوې کمیټۍ پخواني مشر سرتاج عزيز ويلي دي، فاټا به د پښتونخوا سره هرو مرو یو ځای کیږي خو ټاکلی وخت نه شي ورکولی. هغه اوویل:

"د وخت سره به خپله دغه عمل هم ترسره شي".

هغه اوویل د قبايلي سيمې د پرمختگ دپاره د ټولنيزې پرمختيا (سوشل ډويلپمنټ فنډ) لاندې ۱۰ کلن پلان جوړ کړی شوی دی چې سيمې ته به هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکړی کيږي .

د پاکستان د سرحداتو او رياستونو مرکزي وزیرعبدالقادر بلوڅ هم تېره ورځ ويلي وو د قبايلي سيمې فاټا نه به ایف سي آر تور قانون په یوه اوونۍ کې ختم کړی شي. ښاغلي بلوڅ ويلي وو​:

" اېف سي ار تور قانون دی، دا ضروري ده چې د دې نه ځان خلاص کړو او د يوې اوونۍ پورې به دغه قانون لرې کړی شي".

د تحريک انصاف گوند څخه علاوه په خپله حکومتي گوند مسلم ليگ نون، پيپلز گوند، عوامي نیشنل پارټۍ، جماعت اسلامي، قامي وطن پارټۍ، او فاټا سياسي اتحاد غوښتنه کوي چې فاټا دې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړې شي.

د جمیعت علما اسلام او پښتونخوا مېپ گوندونو دريځ

د دوه گوندونو پښتونخوا ملي عوامي گوند او د جمعیت علما اسلام مشران وايي په فاټا کې د څه قسمه ايني بدلون څخه د مخه هلته په یو رېفرنډم کې داولس رای اخستل پکار دي.

د جمیعت مشر مولانا فضل الرحمان وايي هغه په فاټا کې د ايني اصلاحاتو مخالف نه دی خو چې څه هم پرېکړې کېږي په هغې کې دې د فاټا دخلقو د رای احترام اوکړې شي.

د پي مېپ گوند د مشر ښاغلي محمود خان اڅکزي په خیال په فاټا باندې د یو مخصوصه او بهر څخه یوه رای ورتپل ورته منظور نه دي، هغه غوښتنه کوي چې په فاټا کې د څه قسم ايني بدلون څخه د مخه دې هلته ریفرنډم وکړې شي.

د فاټا اولسي نمایندگان څه غواړي؟

د فاټا د اولسي نمایندگانو غوښتنه ده چې د1901 تور قانون دې سملاسي ختم کړې شي، هلته دې د پاکستان ائين وغځول شي او فاټا دې د خېبر پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شي

د فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي گل، شهاب الدين خان، غالب وزير، ساجد خان طوري او نورو په خپلو بیلو بیلو مرکو کې ډیوه ته ويلي دي چې فاټا دې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شي

د فاټا اوسنی حالت

په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د اولس سره د اپيل وکيل او دليل حق نشته دی، هلته نه خو تراوسه د پاکستان عدالتي نظام شته دی او نه خو د پاکستان د جوړېدلو را په دېخوا یوه یونیورسټي جوړه کړې شوې ده .

د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.‎​

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG