لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف او عوامي تحریک په احتجاجونو ٧٠ کروړه روپۍ خرڅ شوي


د ٢٠١۴ کال د دریو میاشتو نه د زیاتې مودې احتجاجونو په اړه د شوي لگښت په سر د تحریک انصاف عارف علوي او د مسلم لیگ ن عبدالمنان ترمنځ تود بحث شوی دی. ښاغلی علوي وايي احتجاجونو په بیلینونو روپۍ (سپمولې) بچ کړي دي
د ٢٠١۴ کال د دریو میاشتو نه د زیاتې مودې احتجاجونو په اړه د شوي لگښت په سر د تحریک انصاف عارف علوي او د مسلم لیگ ن عبدالمنان ترمنځ تود بحث شوی دی. ښاغلی علوي وايي احتجاجونو په بیلینونو روپۍ (سپمولې) بچ کړي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي د تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د ٢٠١۴ م احتجاجي پرلتونو (غونډو) باندې د حکومت نزدې ٧٠ کروړه روپۍ خرڅ کړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د حساب کتاب کمیټۍ ته ورکړل شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې د یادو لگښتونو کوم ثبوت په سرکاري یا حکومتي کتابونو کې نشته.

کمیټۍ ته د ورکړل شوي رپورټ دغه تفصیل د پاکستان انگریزۍ ورځپاڼې ډان چاپ کړی دی.

کمیټۍ ته ورکړل شوی حکومتی رپورټ وايي ٦٩٥ میلینه روپۍ په ٣٠ ؤ بیلا بیلو بینکی چیکونو کې ویستل شوي دي او زیاتوي چې د ویستلو شوو پیسو هیڅ ریکارډ یا ثبوت نشته.

رپورټ زیاتوي چې د اسلام آباد حکومتي چارواکو د پیسو ویستلو لپاره د سیاسي احتجاجونو پلمه کارولې ده.

دغه احتجاجونه او په هغې لگښتونه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په کابینه کې د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار په دوره کې شوي دي.

یاد رپورټ دا هم لیکي چې هر بینکي چیک د اسلام اباد د پولیسو ایډیشنل انسپکټر جنرل تاید کړی دی.

د ٢٠١۴ کال د دریو میاشتو نه د زیاتې مودې احتجاجونو په اړه د شوي لگښت په سر د تحریک انصاف عارف علوي او د مسلم لیگ ن عبدالمنان ترمنځ تود بحث شوی دی. ښاغلی علوي وايي احتجاجونو په بیلینونو روپۍ (سپمولې) بچ کړي دي.

خو ښاغلی منان د پیسو د لگښت په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG