لاس رسیدونکی لینک

عمران وايي ، په ۱۶م دسمبر به ټول ملک بندوم


کپتان وايي ، که په ۱۶م تاريخ يي د ملک بندولو نسخې کار ونه کړو ، نو زما ٫٫ ډي ٬٬ پلان راروان دی .

د پاکستان تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان وئيلي، د حکومت په ضد احتجاجي تحريک پلان ٫٫سي ٬٬ کې به د ملک غټ ښارونه تړي ، او د دسمبرد مياشتې په۱۶م نېټه به ټول ملک بندوي .

د اتوار په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې جوړې جلسې ته په وينا کې عمران خان ووئيل ، مونږ د انتخابي درغلو د پلټنو دپاره ډېر صبر وکړو ، خو د يو ځايي نه راته انصاف مېلاؤ نه شو ، ځکه په سړکونو راووتلو .

نوموړيي ووئيل ۱۰۹ ورځې په خپل احتجاج کې پرامنه پاتې شو ، او د احتجاجي تحريک د راتلونکې دپاره يې تگ لاره اعلان کړه ، چې په ۴م دسمبر به لاهور ، په ۸م دسمبر به فېصل اباد ، په ۱۲م به کراچۍ او په ۱۶م دسمبر به ټول ملک بندوم ، او که په ۱۶م تاريخ دغې نسخې کار ونه کړو ، نو زما ٫٫ ډي ٬٬ پلان راروان دی .

عمران ووئيل ، حکومت دې د څلورو اوونو نه په شپږو اوونو کې د ۲۰۱۳م د مئ د عامو انتخابونو د درغلۍ پلټنې پېل کړي ، گنې راتلونکې احتجاجي تگ لاره به يي د حکومت د برداشت نه بهر وي .

د تحريک انصاف مشر يو ځل بيا ووئيل ، چې د ۲۰۱۳م د انتخابونو په درغلۍ کې پخوانی مشر قاضي افتخارمحمد چودهري او بل جج خليل الرحمان رمدی ککړ وو ، هغه ووئيل د انتخابونو د درغلۍ دپاره ۷۰لاکه اضافي بېلټ پېپرې چاپ کړی شوې وې .

د عمران د ښارونو او ملک بندولو د اعلان په غبرگون کې د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وئيلي ، دويي د عمران په هر ځايي کې په نره مخ نيوی کوي .

د پاکستان پيپلزپارټۍ پخواني وزيراعظم يوسف رضاگيلاني هم په عمران نيوکې کړي او وئيلي يي دي ، ملک دا وخت د پلان سي يا ډي د برداشت نه دی .

عمران خان چې په ۱۶دسمبر د ملک د بندولو اعلان کړی ، په دغې ورځ کال ۱۹۷۱م باندې ختيز پاکستان د لوئيديز پاکستان نه بيل شوی او بنگله دېش جوړ شوی ؤ .

څيړونکي وايي د عمران د ملک بندولو په ورځ د اړي گړي جوړېدو سره د تشدد پېښې هم رامنځته کېدی شي .

XS
SM
MD
LG