لاس رسیدونکی لینک

پي ټي ائي فېصل اباد کې د غړي په وژنه د ماتم د ورځې اعلان کړی


د پي ټي ائي مشر عمران خان وئيلي د پارټۍ د غړي حق نواز وژنه به يي بې ځايه نه ځي ، او ملک به د ظالمانو نه خلاصوي .

د پاکستان پنجاب صوبې په فېصل اباد ښار کې د گل په ورځ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې لخوا د احتجاج په مهال د حکومتي واکمنه گوند مسلم ليگ (ن) او پي ټي ائي د پلويانو ترمينځ نښتې شوې ، چې په نتيجه کې يې د پي ټي ائي يو غړی وژل شوی ؤ .

پي ټي ائي د غړي په وژنه د نهې په ورځ ټول ملک کې د ماتم د ورځې نمانځلو اعلان کړی او وئيلي يي دي په داسې حالاتو کې حکومت سره مذاکرات نه شي کېدی .

د پي ټي ائي مشر عمران خان وئيلي د پارټۍ د غړي حق نواز وژنه به يي بې ځايه نه ځي ، او ملک به د ظالمانو نه خلاصوي . هغه وزيراعظم نوازشريف ته په مخاطب کولو وئيلي ، چې تل دې د ظلم سياست کړی او پوليس دې په غلطه طريقه استعمال کړي دي . هغه وئيلي لاهور او کراچۍ ته به هم ځي .

راپورونه وايي ، د فېصل اباد په سمن اباد کې تهاڼه کې د مسلم ليگ (ن) ډلې د پخواني صوبايي وزير رانا ثناالله سره د ۳۰۰ نورو کسانو په ضد مقدمه هم درج کړی شوې ده .

بل لور ته د پي ټي ائي يو بل مشر عارف علوي وئيلي په داسې حالاتو کې د حکومت سره مذاکرات نه شي کېدی .

له دې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وئيلي ؤ ، د عمران خان د فېصل اباد د احتجاج نه مالومه شوه ، چې خلک تشدد پله راپاروي ، هغه په کپتان غږ کړی چې حکومت سره مذاکراتو پله راشي .

د پي ټي ائي پلويانو فېصل اباد کې د احتجاج په مهال د غړي د وژنې په ضد لاهور ، کراچۍ ، کوئټه او پېښور کې هم احتجاجي مظاهرې کړي دي .

فېصل اباد کې د پي ټي ائي او مسلم ليگ (ن) ډلې د پلويانو نښتې په داسې مهال شوي ، چې د پي ټي ائي مشر عمران خان د حکومت په ضد د ٫٫ پلان سي ٬٬ اعلان کړی ، او د ملک د غټو ښارونو فېصل اباد ، لاهور او کراچۍ د ېوې يوې ورځې د بندولو يې وئيلي ؤ .

عمران خان اعلان کړی ؤ ، چې د پلان سي لاندې به لمړی احتجاج په فېصل اباد کې کولی شي ، او نن د گل په ورځ سحر د پي ټي ائي پلويانو د فېصل اباد په ناولټي چوک ، الائيډ چوک او ملت روډ باندې ټائرونه ته اور اچولی او سړکونه يي بندول ، چې په دغې مهال د حکومتي واکمنه گوند (ن) پلويان هم دغې ځايي ته ورسېدل او نښتې پېل شوې .چې د دواړو طرفونو نه په يو بل ډنډې او کاڼي ورورل شوي دي .

بل لور ته د فېصل اباد سوداگرو او ټرانسپورټرانو د پي ټي ائي اعلان شوی احتجاج رد کړی ، او وئيلي يي دي دويي به نه کاروبارو تړي او نه به گاډي ودروي .

عمران خان د پلان سي په اعلان کې وئيلي ؤ ، ښارونه به بندوي ، خو نوموړي وروستو بيا وئيلي ؤ چې په زور به د چا کاروبارونه نه شي بندولی .

پي ټي ائي ډلې د کال ۲۰۱۳م په ټولټاکنو کې د مبيينه درغلۍ کولو په سر د حکومت په ضد د اگست د مياشتې څخه احتجاج پېل کړی دی او په پلازمينه اسلام اباد کې د پارليمنټ مخې ته په احتجاج ناست دي .

د پي ټي ائي مشر عمران خان په ۳۰م نومبر اسلام اباد کې يوې جلسې ته په وينا کې د خپلې راروانې تگلارې اعلان کړی ؤ ، چې په څلورم دسمبر به لاهور ، اتم دسمبر به فېصل اباد او ۱۲م دسمبر به کراچۍ او بيا په ۱۶م دسمبر به ټول ملک بندوي . خو په ۱۶م دسمبر د مشرقي پاکستان (بنگال) د بيليدو د ورځې په تناظر کې په عمران خان باندې سختې نيوکې شوې وې .

وروستو بيا پي ټي ائي دغه نېټه د ۱۶م دسمبر په ځايي ۱۸م دسمبر ته د اړولو وئيلي دي .

د پي ټي ائي د مشر لخوا د غټو ښارونو د بندولو او هلته د احتجاج د اعلان وروستو حکومت وئيلي ؤ، چې حکومت د پي ټي ائي سره مذاکرات کول غواړي خو کپتان دې د احتجاج اعلان واپس واخلي .

XS
SM
MD
LG