لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهب په سپکاوي حکومتي پیغامونه څه مقصد لري؟


پاکستان کې د بشري حقونو څارنه کونکو او د حکومتي تگ لارې ناقدين پوښته کوي ولې حکومتي ادارې په میلینو خلکو ته په موبایل ټیليفون د مذهب د سپکاوي نه کولو خبردارې ورکړی دی-

د پاکستان د ټليفون محکمه پاکستان ټيلي کمیونیکشن په لیږل شوي پیغام کې وايي " انټرنیټ ته د مذهب د سپکاوی لپاره د موادو خیژول د قانون لاندې قابل سزا جرم دی" دې پیغام کې دا هم ويل شوي که څوک داسې څه مواد اوويني نو حکومت دې خبر کړي-

په پاکستان کې د بشري حقونو او د اظهار د اذادۍ لپاره کار کونکي فعالين وايي د حکومت لخوا دا قسمه گامونه د اولس د بنیادي حقونو خلاف ورزي ده-

د بشري حقونو د کمیشن ویاندې او وتلې وکيلې عاصمه جهانگير ويلي دي لیږل شوي پیغامونه بې مقصده دي دا وايي " 95 فیصده پاکستانیان مسلمانان دي او پاتې پينځه فیصده غیر مسلمانان، د حکومت ددې پیغامونو څخه ښکاري گني ټول خلق د مذهب سپکاوی کول غواړي"

په انټرنیټ د اظهار د اذادۍ څارنه کونکې ېوې پاکستانۍ ادارې بایټس فور آل فعال فرحان حسین وي او ای اردو ته ويلی دي "ددې قسمه خبرداري سره د خلقو د اظهار د اذادۍ په لار کې خنډان راپورته کیدلې شي"

د پي ټي ای دا خبر دارې په داسې حال کې خپور شوی دی چې په تیره یوه میشت کې د راپاريدلي مذهبي جنونیانو په خپل سر د مذهب د سپکاوي په تور کې حملې سوا شوي دي-

د مذهب د سپکاوي په تور کې بوگنونکې تازه پیښې

په دې کې تر ټولو لړزونکې پیښه یوه میاشت د مخه د خیبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې شوې وه- هلته راپارول شوي طالب علمانو او د پوهنتون کا رکونکو یو طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور نه یواځې وژلې ؤ بلکې دمړي سخته بې حرمتي یی کړې وه. د هغه مړی په بربنډ حال کې په کاڼو ویشتل کیدلو او ټوپونه ورباندې وهل کیدل - پوليس او حکومت واييد تحقیقاتو نه معلومه شوه مشال برنا حقه بې گناه وژل شوی دی-

هم روانه میاشت د خیبرپښتونخوا په چترال کې په سونو را پاریدلي خلقو د یو ذهني ناروغه ځلمي د مذهب د سپکاوي په تور کې د وژلو کوشش کړې ؤ- دغه ځلمي باندې تور ؤ چې د جمعې د نمونځ په مهال یی د مذهب د سپکاوي کوشش کؤ-

د پاکستان پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې درېؤ خوېندو په شريکه د پیغمبر د سپکاوي په تور يو تن په ډزو وژلی دی، په وژل شوي تن 13 کاله وړاندې دمذهب د سپکاوي تور لگول شوې ؤ-

"د پاکستان د مذهب د سپکاوي لانجمنه قانون"

د مذهب د سپکاوي قانون په 1986 کې پخواني پوځي امر جنرل ضیا الحق جوړ کړې ؤ- ددې لانجمنه قانون د جوړیدلو را په دېخوا تر اوسه قهر جنو خلقو په سونو حملې کړي دي او د مسلمانانو په گډون گڼ شمیر غیرمسلمانان په جیلونو کې سزا گانې خوري-

په پنجاب کې د پينځه بچو مور یوه عیسايي ښځه اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرگ سزا اورول شوې ده- اسیه بي بي په نومبر 2010 کې پولیسو نیولې وه- په هغې تور ؤ چې د خپلې مسلمانې ملگرې په پیالۍ کې یی اوبه څکلې وې- د اسیه بي بي خپلوان وايي په هغې لگول شوي تورونه غلط دي-

د پنجاب صوبې پخواني گورنر سلمان تاثير د اسیه بي بي د جیل څخه د خوشي کولو او د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون کوشش کؤ چې هم دهغه خپل محافظ ممتاز قادري په رڼا ورځ د خپلو نورو عسکرو ملگرو په موجودگۍ کې په ډزو اووژلو- ممتاز قادري تيزندي شوې دی خو د هغه په لکونو پلویانوپه سر ښار اسلا اباد کې هغه یو دربار جوړ کړی دی او روزانه ورته په سوونو خلق د ثؤاب گټلو په خاطر ورځي-

د پاکستان د نظریاتي کونسل مشران وايي د اسلام د سپکاوي په قانون کې څه قسمه بدلون نه شي کیدلې خو یو مذهبي کارپوهه قبله ایاز ډیوه ته څو ورځې مخکې ويلي " ځيني مذ هبي مشران غواړي چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي په قانون کې داسې بدلون وکړې شي چې څوک د دې غلط استعمال کوي نو چې لاره یی ونیول شي او سزا ورته ورکول ممکن وي"

د ټولنیزو رسنیو څار

په پاکستان کې په فیس بک د مذهب د سپکاوي د موادو د موجودگۍ په شکایت د پاکستان په سرښاراسلام اباد کې دهائیکورټ مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي د قضيې د اورونې په وخت ويلي وو"دکله نه چې یې په ټولنيزو رسنیو د مذهب د سپکاوي مواد ليدلي دي خوب ورله نه ورځي"

د پاکستان داخله وزارت وايي د دويي په خواست فیس بک د مذهبي د سپکاوي نزدې 58 فيصده مواد صفا کړي دي. د پاکستان ددغه دعوې تصديق فیس بک نه دی کړی-

په پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو وخت په وخت د مذهب او مذهبي شخصیتونو سره د مينې د اظهار کیږي او د هغويي مخالفينو ته د مرگ دړکې هم ورکول کیږي- لکه داسې نعرې پرې ليکل کیږي "د مذهب د سپکاوي کونکو او په دې موضوع خبره کونکو د وینو سیلابونه به راولي" خو په دغه حقله نه خو حکومت څه قسمه بنديز لگولې او نه یی څه قانون جوړ کړی دی!

.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG