لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښور زلمي ټیم د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې کراچۍ کنګز ته په ٢۴ رنزونو ماتې ورکړه


پښور زلمي ټیم د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې کراچۍ کنګز ته په ٢۴ رنزونو ماتې ورکړه. دې سره پېښور زلمي د پي ایس ایل سیالیو فاینل ته لار وموندله. فاینل به د روانې مارچ میاشتې په پنځمه نېټه د لاهور په قذافي سډیډیم کې تر سره کېږي.

د کراچۍ کنګز کپتان کومارا سنګاکارا د لوبې ټاس وګټلو او پېښور زلمي ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز د ۱۸۲رنزونو هدف ته رسېدو کې اووه وېکټونه له لاسه ورکړل او ۱۵۷ رنزونه یې جوړ کړل.

د کراچۍ کنګز له لوري کرس ګیل او کییرن پولارډ دوه داسې لوبغاړي وو، چې غوره لوبه یی کړې.

د کراچۍ کنګز له لوري بابر اعظم او کرس ګیل لوبه پیل کړه، خو دویم اوور کې بابراعظم له یو رن جوړولو وروسته د کرس جورډن په بال اوټ شو.

د کراچۍ کنګز دویم لوبغاړی سنګاکارا و، چې ۱۶ رنزونه یې جوړ کړل. له هغه وروسته کرس ګیل له ۴۰ رنزونو سره، روي بوپاره له شپږو رنزونو سره، کییرن پولارډ له ۴۷ او عماد وسیم له ۲۴ رنزونو سره یو په بل پسې اوټ شول.

د پېښورزلمي کرس جورډن او وهاب ریاض درې، درې او محمد حفیظ یو وکټه اخستي.

پېښور زلمي ټیم په ټاکلو شلو اوورنو کې د درېیو لوبغاړو په زیان ۱۸۱ رنزونه جوړ کړل.

ډېوېډ میلان د پېښور زلمي لومړنۍ لوبغاړی و، چې د ۳۶ رنزونو له جوړولو وروسته هغه مهال آوټ شو، چې د لوبډلې ټولټال رنزونه ۹۷ وو.

د پېښور زلمي کامران اکمل د ۶۰ بالونو له لوبولو ورسته سلیزه جوړه یا سینچري جوړه کړه. د امنیتي اندېښنو له کبله یو شمېر بهرنیو لوبغاړو لاهورښار کښې فاینل کښې له ګډون کولو انکار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG