لاس رسیدونکی لینک

د پېښور د پېښې په ضد ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې


پېښور پرېس کلب کې هم غائيبانه جنازه شوې ، او په گڼ شمېر کې د صحافيانو د گډون سره پکې سياسي ، حکومتي او د مدنې ټولنې غړو شرکت کړی دی

د نهې په ورځ پېښورکې په سکول شوي بريد کې د وژل شوؤ زياتوماشومانوجنازې پېښور او نورو علاقو کې ترسره شوي او پېښه کې وژل شوي کسان خاورته سپارل شوي دي . د دې ترڅنگ د دغې بريد په ضد نن په گرد هېواد کې احتجاجي مظاهرې شوي او پېښه کې د وژل شوؤ غائبانه جنازې او د مړو دپاره د بخښنې او ژوبلو د روغ صحت دپاره د دغاگانو دستورې هم راجوړې شوې وې .

پېښور په غم کې ډوب سوړ پروت ؤ ، په کورهېډکوارټر ، وزيراعلی هاؤس او پېښور پرېس کلب کې هم د سکول پېښه کې د مړه شوؤ غائيبانه جنازې شوي دي چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، گورنر مهتاب عباسي او وزيراعلی پرويز خټک ترڅنگ نورو سياسي مشرانو گډون کړی دی .

پېښور پرېس کلب کې هم غائيبانه جنازه شوې ، او په گڼ شمېر کې د صحافيانو د گډون سره پکې سياسي ، حکومتي او د مدنې ټولنې غړو شرکت کړی دی ، پرېس کلب کې د مړو او ژوبلو دپاره دعاگانې غوښتل شوي ، او د مړو په ياد کې شمعې بلې کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې نن کاروبارنه تړلي او د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکو په سکول د بريد په ضد احتجاجونه کړي او په سکول حمله يي په سختو ټکو کې غندلې ده .

په گرد هېواد کې په سکولونو کې ماشومانو هم د پېښور په سکول د بريد غندنه کړې ، د ٫٫ شېم شېم ٬٬ نعرې يې لگولي او دا عزم يې څرگند کړی چې دويې به د ترهگرۍ نه ونه ويريږي ، او خپل سبقونه به نه پرېږدي .

د دې ترڅنگ د ملک د څلورو واړو صوبو خېبرپښتونخوا ، پنجاب ، پنجاب او سندهـ په لويو وړو ښارونو کې هم غائيبانه جنازې شوي ، بريد په کلکو ټکو کې غندل شوی او د ملک څخه د ترهگرۍ د نوغي ويستو ، ترهگرو او د ترهگرو سرپرستي کوؤنکو ته د سختو سزاگانو ورکولو غوښتنې شوي دي .

د ملک په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د تېرې ورځې راهسې د سياسي ډلو او د مدني ټولنې غړو او انساني حقونو د تنظيمونو لخوا پېښور کې د ترهگرۍ د پېښې په ضد د احتجاجي مظاهرو او پېښه کې د مړه شوؤ دپاره د دعاگانو او د هغو په ياد کې د شمعو بلولو د دستورو لړۍ روانه ده .

د ملک په ستر اقتصادي ښار کې سوداگرو هم د ماتم ورځ نمانځله ، د ښار زياتره کاروباري مرکزونه تړلي پراته ؤ، او د ملک تر ټولو لويي د ونډو بازار (کراچي سټاک اېکسچېنج) هم د پېښور د پېښې له کبله سوړ ؤ ، او د ونډو بازار د خپل کاروباري ټاکلي وخت نه يو ساعت وړاندې بند کړی شوی دی .

XS
SM
MD
LG