لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زینب او برېښنا د وژنو په ضد پېښور کې احتجاجونه


د پنجاب په قصور ښار کې د ماشومې زینب او په پېښور کې د پېغلې برېښنا د وژنې پر پېښو غمجنې مېرمنې په پېښور کې هم احتجاج ته را وتلي او اندېښنه يې څرګنده کړې، چې په پاکستان کې د نجونو ژوند خوندي نه دی.

په پېښور کې د سیاسي ګوندونو، وکیلانو او مدني فعالانو له خوا بېلې- بېلې احتجاجي مظاهرې شوې دي، چې د زینب او برېښنا وژنه یې په کلکه غندلې او دا ډول پېښې یې د دې اسلامي هېواد پر مخ تور داغ بللی دی.

د مدني ټولنې له خوا د زینب او د برېښنا د وژنو په ضد احتجاج کې ګڼ شمېر مېرمنو ګډون کړی دی. یوې احتجاج کوونکې مېرمنې لیلا شاهنواز وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې پر ښځو او نجونو د زور-زیاتي او جنسي تېري او تشدد په پېښو کې ریاست او عدالت مجرمینو ته سزا نه ورکوي، ځکه دا ډول پېښې بیا- بیا کېږي:

"د داسې پېښې د مخنیوي لپاره حکومتي اقدامات ډېر ضروري دي، خو له دې سره- سره د ټولنې خلکو ته هم پکار دی، د خپلو ماشومو لوڼو او زامنو داسې روزنه وکړي، چې د خپل کور له خلکو پرته له پردیو خلکو سره لاړ نه شي، باید موږ پر خپلو اولادونو نظر وساتو"

زینب شپږکلنه ماشومه د پنجاب د قصور ښار د "روډکوټ" سیمې اوسېدونکې وه، د تېرې یکشنبې-اتوار په ورځ له کوره سبق ته پر لاره ورکه شوه او د سه شنبې په ورځ یې مړی د خځلو په یوه ډېران کې وموندل شو.

د مذهبي سیاسي ګوند جماعتِ إسلامي د ښځو څانګې هم د زینب د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره کړې او د حکومت په ګډون یې د ټولنې له خلکو او رسنیو غوښتنه کړې، چې د خپل نوي نسل خصوصاً د نجونو تحفظ وکړي

د جماعتِ اسلامي د ښځو د څانګې مشرې او د دې ګوند د پخواني مشر قاضي حسین احمد لور ډاکټرې سمعیه راحیل قاضي هم په دې احتجاج کې ګډون کړی او له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې یې ویلي دي، قامي عزت دومره لوېدلی دی چې د یوې ماشومې عزت هم پکې خوندي نه دی.

سمعیه راحیل وایي په دې ژمي کې د پېښور ټولې مېرمنې سړکونو ته را وتلې دي، ځکه چې وایي دوی هم میندې دي او غواړي چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه پېښو مخنیوی وشي

"زموږ په ټولنه کې اوس ماشومه هم محفوظه نه ده، دا زموږ د ټول قوم لپاره ډېره د بې عزتۍ معامله ده، موږ په دې ډېر زیات خفه یو"

د سه شنبې په ورځ چې په قصور کې د زینب مړی وموندل شو، په همدې ورځ د پېښور په ګلدره سیمه کې پر یوه پېغله نڅاګره برېښنا هم د خپل نامراد مین له خوا د چړو واري وشول او ووژل شوه.

په تېره اکتوبر میاشت کې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې هم وسلوالو یوه شپاړس کلنه پېغله شریفه بي بي په خپل کلي کې بربنډه ګرځولې وه او د هغې د عزت سپکاوی یې کړی وو. دا درېواړه پېښې څرګندوي، چې په دې هېواد کې د نجونو ژوند او عزت په خطر کې دي.

د پېښور په احتجاجي مظاهرې کې یوې بلې مېرمنې- چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې- ویلي، چې په یوه اسلامي هېواد کې له ماشومو نجونو او پېغلو سره داسې ظلم سرټیټوونکی دی:

"د یوه مسلمان ملک خلک دا سوچ هم نه شي کولای، چې له خپلو پېغلو سره داسې سلوک وکړي. د ډېره اسماعیل خان له نجلۍ سره انصاف ونه شو او له هغو خلکو بدل وانه خیستل شو، ځکه لاسونه یې لوی وو. موږ انصاف غواړو، د ښځو تحفظ او د ماشومانو حقوق غواړو"

د قصور د زړه بوږنوونکې پېښې او د پېښور د دردوونکې پېښې په اړه پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو خپل نظرونه څرګند کړي او دا دواړه پېښې یې غندلې دي. د سیاسي چارو څېړونکي او لیکوال خادم حسین پر فېسبوک لیکلي:

"که د پېښور برېښنا ده او که د قصور زینب، دواړه د یو غیرمتمدن، غیرانساني او غیرتهذیبي وحشي ریاست او سماج مظهرونه دي. دغه د هوس د قتل ګاه علامتونه دي"

د قصور پر پېښه د چارشنبې له ورځې په دې ښار کې احتجاجونه دوام لري، چې قهرجنو خلکو پکې ځینو حکومتي ودانیو ته تاوانونه هم رسولي دي. تېره ورځ چې سلګونه مظاهره چیان د دې ښار د پولیسو پر تاڼه ورغلل، نو پولیسو ورباندې ناببره ډزې وکړې، چې دوه تنه پکې و وژل شول.

د پاکستان په ټولو صوبو کې پر ماشومانو او نجونو د تشدد او جنسي تېریو د مخنیوي قوانین هم جوړ شوي، خو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې او مدني فعالان وایي، چې دغه قوانين عملي کېږي نه، ځکه خو داسې پېښې ورځ په ورځ پسې زیاتېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG