لاس رسیدونکی لینک

پوپ وايی ارمینیا کې قتل عام شوی وو، ترکي احتجاج کړی


د رومن کیتلک عیسائي مسلک روهاني مشر پوپ فرانسس د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویټیکن کې د ارمینیانو د وژل کیدو د پیښې ١٠٠ کلیزه دستورنمانځلې ده او دغه پیښه يي د ارمینیانو قتل عام گرځولی دی. ترکې د پوپ په خبره احتجاج کړی دی

د رومن کیتلک عیسائي مسلک روهاني مشر پوپ فرانسس د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویټیکن کې د ارمینیانو د وژل کیدو د پیښې ١٠٠ کلیزه دستورنمانځلې ده او دغه پیښه يي د ارمینیانو قتل عام گرځولی دی. ترکې د پوپ په خبره احتجاج کړی دی.

انکره کې د رومن کیتلک سفیر ته په احتجاج کې وویل شول چې ترکې ته د پوپ بیان په "ژور خفگان او مایوسي" شوې ده او د کال ١٩١٥ پیښو ته قتل عام ویل کیدل د پوپ او د ترکې ترمینځ بداعتمادي پیدا شوې ده.

د ترکې خارجه وزیر په ټیوټر خپل پیغام کې "د پوپ بیان چې د تاریخي او قانوني حقائقو نه لرې دی او د منلو وړ نه دی. مدهبي منصبونه هغه ځایونه نه وي چرته نه چې بې بنیاده دعوې وشي او نفرت راوپارولی شي."

د سینټ پیټرز کلیسا کې غونډې ته وینا کې پوپ ویل ارمینیا کې د سلطنت عثمانیه د درو ترکانو دپاره د یو اشاریه پنځه میلینا خلکو وژل کیدل د ٢٠ مې صدۍ وړمبی قتل عام وو. پوپ اجتماع ته وویل "د بدو پټول یا ردول داسې دي لکه چې په زخم درمنلې وو نه کړی شي او وینا ترې څاڅي."

ترکي دا خبره تسلموي چې د سلطنت عثمانیه په وخت کې ارمینیان وژل شوي وو خو دا خبره ردوي چې گني دا قتل عام وو. ترکي وايي د خلکو د وژنې شمیره د حقیقت نه زیاته ښودل کیږي او کوم خلک چې وژل شوي دي هغه د بغاوت او د ناقرارۍ دلاسه د راپاریدلې اړې گړي ښکار شوې دي.

XS
SM
MD
LG