لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : پشين کې دپوليو دټيم ساتونکی وژل شوی


د بلوچستان صوبې په درېو ضلعو کوئټه ، قلعه عبدالله او پشين کې د نن نه د درېو ورځو پوليو د مخ نيوي د څاڅکو کمپائن پېل شوی ، او په لمړۍ ورځ دغه پېښه رامنځته شوې ده .

د بلوچستان صوبې پشين ضلع کې نامالومه وسله والو د پوليو څاڅکو ورکوؤنکي ټيم باندې ډزې کړي او د ټيم په حفاظت مامور د ليويز غړی يې وژلی دی .

د پوليو په ټيم د ډزو پېښه نن د گل په ورځ د پشين ضلعې په کلي کربلا علاقه کې رامنځته شوې ده ، او د پشين اسټنټ کمشنرسميع الله وئيلي ، د پوليو د ټيم ساتونکي د ليويز اهلکار باندې په داسې مهال ډزې شوي ، چې کله هغه د ډيوټۍ څخه بيرته روان ؤ .

د چارواکو په وينا حمله کوؤنکی د ډزو وروستو په موټرسائيکل د موقعې څخه په تېښته کې بريالی شوی دی . پوليس او ليويز علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يي پېل کړي دي .

د پېښې زمه واري چا په سر نه ده اخيستې .

د بلوچستان صوبې په درېو ضلعو کوئټه ، قلعه عبدالله او پشين کې د نن نه د درېو ورځو پوليو د مخ نيوي د څاڅکو کمپائن پېل شوی ، او په لمړۍ ورځ دغه پېښه رامنځته شوې ده . له دې وړاندې هم په کوئټه ، پشين او د صوبې په نورو سيمو کې د پوليو په ټيمونو د وسله وسله والو لخوا بريدونه شوي دي .

بلوچستان کې نزدې په ۱۶ مياشتو کې د پوليو کوم کېس مخې ته نه ؤ راغلی ، خو په تېره اوونۍ کې يو کېس په کوئټه او د هغې نه نزدې درې مياشتې وړاندې په قلعه عبدالله سيمه کې د پوليو يو کېس مخې ته راغلی ؤ .

پاکستان د نړۍ په هغو درېو هيوادونو کې يو دی ، چرته چې د پوليو وائرس هم موجود دي . د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائجيريا کې د پوليو جراثيم موجود دي .

XS
SM
MD
LG