لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د پوليو ناروغۍ کې افغانستان او نائجيريا وروستو پريښي


شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په څاڅکو ورکولو بندېز دی . او باړه تحصيل کې د امنيت د خرابې وضعې له امله ماشومان د څاڅکو اچولو نه پاتي کيږي
شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په څاڅکو ورکولو بندېز دی . او باړه تحصيل کې د امنيت د خرابې وضعې له امله ماشومان د څاڅکو اچولو نه پاتي کيږي

د صحت د نړيواله ادارې د شمېرې ترمخه پاکستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۷۳ کېسونه رپورټ شوي دي ، تېرکال دا شمېره ۵۷ وه . د پوليو د شمېرې په اړه د صحت د نړيواله ادارې ترمخه روان کال کې پاکستان کې د نائجيريا او افغانستان نه زيات کېسونه مخې ته راغلي دي .


د صحت د نړيواله ادارې د شمېرې ترمخه پاکستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۷۳ کېسونه رپورټ شوي دي ، تېرکال دا شمېره ۵۷ وه . د پوليو د شمېرې په اړه د صحت د نړيواله ادارې ترمخه روان کال کې پاکستان کې د نائجيريا او افغانستان نه زيات کېسونه مخې ته راغلي دي .
پاکستان کې د صحت د نړيواله ادارې د پوليو نېشنل کوارډينېټر ډاکټر زبېرمفتي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ، پاکستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۷۳ کېسونه رپورټ شوي دي .
هغه وويل ، د پوليو ترټولو زيات کېسونه په قبائلي سيمو کې ۵۰ او خيبر پښتونخوا کې ۱۰ مخې ته راغلي دي . سندهـ ايالت کې اووه او پنجاب کې د پوليو شپږ کېسونه رپورټ شوي دي .

زبېر مفتي زياته کړه ، په قبائيلي سيمو کې دوي ته د ټولو غټه ستونزه په شمالي او جنوبي وزيرستان کې او د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل کې راپېښه ده .
"شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په څاڅکو ورکولو بندېز دی . او باړه تحصيل کې د امنيت د خرابې وضعې له امله ماشومان د څاڅکو اچولو نه پاتي کيږي ".
د بلوچستان په اړه نوموړي وويل ، "بلوچستان کې کوئټه ، قلعه عبدالله او پشين کې د پوليو کمپېن د بدانتظامۍ ښکار کيږي او د هغې له کبله زياتو ماشومانو ته قطرې نه رسيږي ".
زبېر مفتي زياته کړه ، د کراچۍ گډاپ ټاؤن ، بلديه ټاؤن او گلشن اقبال ټاؤن داسې ځايونه دي ، چرته چې په اوبو کې د پوليو جراثيم معلوم شوي دي .
"گډاپ ټاؤن کې د مخکې نه اوبه ناولې وې او بلديه او گلشن اقبال کې د په تېرو درې مياشتو کې د پوليو جراثيم مالوم شوي دي ".
نوموړي وويل سندهـ اېالت کې يواځې پنځه کېسونه په کراچۍ کې رپورټ شوي دي .
د صحت د نړيواله ادارې يا ډبليو اېچ او د رپورټ ترمخه د تېرې مياشتې د ۱۸م نه تر ۲۰م نېټې پورې پاکستان کې د پوليو د څاڅکو کمپېن چلېدلی وو . او په هغې کې ۳۳.۱ ملينه ماشومانو ته د پوليو قطرې اچول شوي او ۲.۳۴ ملينه ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړی شوي .
ماشومانو ته د پوليو څاڅکو نه ورکولو په علت کې يوه خبره د مور پلار لخوا د قطرو اچولو نه انکار ظاهر کړی شوی دی .
د ډبليو اېچ او د رپورټ ترمخه ټول هېواد کې د ۴۷۰۹۹ ماشومانو مور پلار انکار کړی او ماشومانو ته يې د پوليو څاڅکي نه دي ورکړي .
په دغه رپورټ کې وئيل شوي دي چې په خيبر پښتونخوا کې د پنځه لاکهه څخه زيات ماشومان د څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي دي . خو په دې شمېره کې ۲۴۹۶۸ ماشومان داسې دي چې مور پلار يې ورته د قطرو اچولو نه انکار کړی دی .
دغه رنگ په قبائلي سيمو کې ۴۷۷۳۲۹ ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړی شوي . او هلته ۸۸۹ مور پلار د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی .
د ډبليو اېچ او په رپورټ کې تر ټولو زيات ماشومان په بلوچستان اېالت کې د څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي دي . د شپږ لاکهه نه زياتو ماشومانو ته څاڅکي نه دي رسېدلي ، او هلته ۵۰۶۸ کسانو د څاڅکو اچولو نه انکار کړی دی .
سندهـ اېالت کې څه دپاسه شپږ لاکهه ماشومان د پوليود څاڅکونه پاتې شوي او ۱۴۹۷۸ کسانوپه خپله خوښه ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړي .
پنجاب صوبه کې ۱۲۶۳۶۰ ماشومانو ته قطرې نه دي رسېدلي او ۹۱‍۰ کسانو د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی .
سر ښار اسلام اباد کې هم ۲۵۱ ماشومانو ته د انکار له وجې څاڅکي نه دي ورکړی شوي .
د صحت د نړيواله ادارې د شمېرې ترمخه افغانستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو نهه او نائجيريا کې ۵۰ کېسونه رپورټ شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG