لاس رسیدونکی لینک

وزيراعظم نوازشريف به نن د نهې په ماښام قام ته وينا کوي


وزيراعظم نوازشريف دغه وينا په داسې حال کې کوي ، چې د اگست په ۱۴م نېټه د زيارت په ورځ د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ډلې د ازادي مارچ او د عوامي تحريک مشر طاهرالقادري د انقلاب مارچ اعلان کړی .

د وزيراعظم نوازشريف خصوصي معاون عرفان صديقي وايي نوازشريف به خپله وينا کې ملک کې په روان سياسي صورت حال باندې د حکومت حکمت عملي اعلانوي .

د عرفان صديقي په وينا وزيراعظم به نن د نهې په ماښام اته بجې خپله وينا کې د ملک په سياسي صورت حال او د حکومت په کاليزه کارکردگۍ قام په اعتماد کې اخلي .

د راپورونو ترمخه وزيراعظم په خپله وينا کې د طاهرالقادري او تحريک انصاف د مارچ په اړه هم خبرې کوي ، او په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن ضرب عضب په اړه به هم قام خبروي .

وزيراعظم نوازشريف دغه وينا په داسې حال کې کوي ، چې د اگست په ۱۴م نېټه د زيارت په ورځ د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ډلې د ازادي مارچ او د عوامي تحريک مشر طاهرالقادري د انقلاب مارچ اعلان کړی .

په عېن حال کې چې عمران خان د کال ۲۰۱۳م په انتخاباتو کې په مسلم ليگ ن ډله د درغلۍ تورونه پورونه کوي ، او په دغې درغلۍ کې يې د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي افتخار محمد چودهري ، د پنجاب صوبې اليکشن کمېشن او د هغه وخت د پنجاب صوبې نگران وزيراعلي نجم سيټهي تورن کړي دي .

پخواني مشر قاضي او د اليکشن کمېشن چارواکو د عمران خان تورونه رد کړي دي .

بل خوا ته د حکومتي واکمنه گوند مسلم ليگ ن ډلې مشران وايي عمران خان او طاهرالقادري دغه لانگ مارچې په ملک کې د اړي گړي جوړولو او جمهوريت په ضد کوي .

وزيراعظم نواز شريف هم د گل په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې د وينا په مهال وئيلي وو ، که عمران خان ته د حکومت په کومو پاليسو تحفظات وي ، نو هغه دې ورسره خبره ورکړي . نوموړي وئيلي ؤ دا وخت د لانگ مارچ نه د امن ضرورت دی .

XS
SM
MD
LG