لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وايې د امن خبرو څخه د گټورو نتيجو هيله لرو


وزيراعظم نوازشريف د شورو په ورځ د افغانستان د چارو په اړه درې فريقي غونډه کې د برخې اخيستو دپاره ترکي ته رسېدلی دی .

د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د ترکي په انقره کې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، د طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو د گټورو نتيجو هيله لرو . او نوموړي د جوړ جاړي د خبرو په عمل د اطمينان څرگندونه کړې ده .


د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د ترکي په انقره کې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، د طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو د گټورو نتيجو هيله لرو . او نوموړي د جوړ جاړي د خبرو په عمل د اطمينان څرگندونه کړې ده .
وزيراعظم نوازشريف د شورو په ورځ د افغانستان د چارو په اړه درې فريقي غونډه کې د برخې اخيستو دپاره ترکي ته رسېدلی دی . د ترکي ، افغانستان او پاکستان درېو واړو هېوادونو مشرانو ترمينځ به نن د درې ورځنو خبرو لړۍ پېل کيږي ، او د افغانستان صدر حامد کرزی هم ترکي ته رسېدلی دی .
نوازشريف انقرې په رسېدو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، طالبانو سره د امن خبرې پرمخ تللي او دا د اطمينان وړ خبره ده . د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه وزيراعظم وويل ، طالبانو سره د خبرو په لړ کې د پوځ مرسته حاصله ده .
وزيراعظم وويل طالبانو ورته د ترهگرۍ د تازه رامنځته شوؤ پېښو په اړه باور ورکړی چې هغوي به د دغو کارروايانو کوؤنکو په ضد نوټس اخلي . او حکومت طالبانو سره د خبرو څخه د گټورو نتيجو هيله لري .
نوازشريف په دغه مهال دا هم وئيلي چې افغانستان کې ثبات او جمهوريت پاکستان کې د امن دپاره ډېر ضروري دی . د راپورونو ترمخه وزيراعظم زياته کړې چې د پاکستان خاوره به د بل کوم هېواد په ضد نه استعماليږي .
د پاکستان ، افغانستان او ترکي د مشرانو ترمينځه په اتم ځل درې فريقي غونډه چې تر درې ورځو به روانه وي ، نن په انقره کې پېل کيږي .
د درې واړو هېوادونو ترمينځ دغه د لوړې کچې د مذاکراتو مقصد افغانستان کې د امن ، اقتصادي پرمختيائې او شراکت دارۍ ته د ودې ورکولو سره د درېو واړو هېوادون امنيتي همکارۍ ته وده ورکول دي .
د شورو په ماښام وزيراعظم نوازشريف د ترکي صدر عبدالله گل سره ليدلي دي . او د ترکي صدرلخوا د نوازشريف په درناوي کې عشائيه ورکړی شوې او د افغانستان صدر حامد کرزي پکې هم گډون کړی دی .
XS
SM
MD
LG