لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د امريکې سفيرـ نوازشريف سره ليدلي


د پاکستان او امريکې ترمينځ په روانه مياشت کې سټراټيجيکي خبرې اترې په اسلام اباد کېږي ،
د پاکستان او امريکې ترمينځ په روانه مياشت کې سټراټيجيکي خبرې اترې په اسلام اباد کېږي ،

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د امريکي سفير رچرډ اولسن د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي ، او په ليدنه کې د امريکې د خارجه وزير جان کېري د پاکستان د دورې په اړه خبرې اترې شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه په دغې ليدنه کې د وزيراعظم نوازشريف سره د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار او د وزيراعظم د خارجه امورو ځانگړي صلاح کار طارق فاطمي هم گډون کړی دی .

پاکستان کې د امريکې سفير رچرډ اولسن او وزيراعظم نوازشريف په ليدنه کې د پاکستان او امريکې ترمينځ اړيکو او د جان کېري د متوقع دورې په اړه خبرې اترې شوي دي .

د پاکستان او امريکې ترمينځ چې په روانه مياشت کې سټراټيجيکي خبرې اترې په اسلام اباد کېږي ، او د امريکې د پلاوي مشري به د امريکې خارجه وزير جان کېري کوي .

د پاکستان د خارجه وزارت وياندې تسنيم اسلم وړاندې دا خبره کړې ، چې روانه مياشت کې خبرې اترې د امريکې او پاکستان ترمينځ د اوږدې مودې دپاره د شراکت دارۍ د مذاکراتو راتلونکی پړاؤ دی ، چې پکې به جان کېري گډون کوي .

د جارجه وزارت وياندې وئيلي ، د مذاکراتو دپاره به نېټه ټاکلی شي ، او د هغې اعلان به وروستي کيږي .

پاکستان وايي د امريکې سره يي اړيکو کې ښه والی راغلی ، او د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوږدې مودې د سټراټيجيکې مذاکراتو لاندې د دواړو خواؤ نه د جوړو شوؤ ډلو په کچه په توانائۍ ، دفاع ، امنيت سره د ترهگرۍ د مخنيوي په هڅو کې د مرستې په اړه د خبرو اترو څو دورونه مخکې ترسره شوي دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف چې د ۲۰۱۳م په وروستيو کې د امريکې سرکاري دوره کړې وه ، پاکستاني چارواکي وايي د امريکې صدر باراک اوباما او د نوازشريف ليدنې سره د يو بل په درېز پوهېدو او دوه اړخيزه اړيکو کې د پرمختگ دپاره لار هواره شوې ده .

تېر کال د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم د امريکې په دوره ورغلی ؤ ، او نوموړي خپله اوږده دوره کې د امريکي د پوځ د لوړ پوړو چارواکو سره د صدر باراک اوباما د انتظاميې د اعلي چارواکو نه علاوه د کانگرس غړو سره هم ليدلي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG