لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ ملکي سياسي حالاتو باندې غونډه


د مسلم ليگ (ن) ډلې په غونډه کې پرېکړه شوې چې په دغې لړ کې دې اپوزيشن ډلو سره د اړيکو لړۍ نوره تېزه کړی شي
د مسلم ليگ (ن) ډلې په غونډه کې پرېکړه شوې چې په دغې لړ کې دې اپوزيشن ډلو سره د اړيکو لړۍ نوره تېزه کړی شي

د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ ملک کې د روان سياسي اړي گړي او د عمران خان او طاهرالقادري د مارچ په اړه د مسلم ليگ (ن) د مشرانو او وزيرانو سره شوې غونډه کې د اپوزيشن ډلو سره د صلاح او اړيکو ټينگولو پرېکړه شوې ده .

رائيونډ کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د حکومتې واکمنه گوند مسلم ليگ (ن) د مشرانو په غونډه کې د پاکستان تحريک انصاف ډلې (پي ټي ائي ) د ازادي مارچ او پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي ) د انقلاب مارچ او د مارچ د مشرانو عمران خان او طاهرالقادري سره د مذاکراتو په اړه خبرې اترې شوي دي .

راپورونه وايي د مسلم ليگ (ن) ډلې په غونډه کې پرېکړه شوې چې په دغې لړ کې دې اپوزيشن ډلو سره د اړيکو لړۍ نوره تېزه کړی شي . او د جماعت اسلامي ډلې د مشر سراج الحق په گډون دې نورو پارليماني مشرانو سره هم مشورې دوامداره وي .

د حکومت لخوا د ازادي او انقلاب مارچ د مشرانو سره د مذاکراتو په اړه د مسلم ليگ (ن) ډلې د مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې شوې ، چې پلازمينه اسلام اباد کې په احتجاج ناست طاهرالقادري د خالي او اتوار په منځنۍ شپه حکومت له د خپلو غوښتنو منلو چې پکې د وزيراعظم نوازشريف او د هغه د ورورو د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف استعفاگانې په سر کې دي ، د ۴۸ ساعتونو وخت ورکړی دی .

بل لورته د پي ټي ائي مشر عمران خان هم تېره شپه گواښ کړی ، چې سونامي مارچ يې پارليمنټ او د وزيراعظم هاؤس پله هم تگ کولی شي . نوموړي وئيلي نن د اتوار په ورځ ماښام به مهم اعلان کوي .

په عېن حال کې د جماعت اسلامي ډلې مشر سراج الحق او په پارليمان کې د اپوزيشن مشر خورشيد شاه هم د عمران خان او طاهرالقادري د مارچ په اړه کراچۍ کې غږېدلي دي . دواړو مشرانو وئيلي جمهوريت به د پټړۍ نه غورځېدو ته نه پرېږدي . او زياته کړې يې ده ، چې د دغې مسلې داسې حل پکار دی ، چې ټولو فريقېنو ته قبول وي .

دواړو مشرانو وئيلي ، چې د صبا نه به د ټولو سياسي ډلو سره ملک کې په روان سياسي حالاتو باندې خبرې کوي .

بل لور ته دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان هم وئيلي ، که جمهوريت د پټړۍ نه غورزيږي ، زمه وار به يې عمران خان او طاهرالقادري وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG