لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف : د ترهگرۍ خاتمي او جمهوريت د ودې بغېر ملکي دفاع گرانه ده


وزيراعظم ميا نوازشريف وايي د ترهگرۍ د ختمولو او جموريت د مضبوطولو بغير د ملک دفاع په ښه توگه نه شي کېدی .
وزيراعظم ميا نوازشريف وايي د ترهگرۍ د ختمولو او جموريت د مضبوطولو بغير د ملک دفاع په ښه توگه نه شي کېدی .
د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وايي د ترهگرۍ د ختمولو او جموريت د مضبوطولو بغير د ملک دفاع په ښه توگه نه شي کېدی .
وزيراعظم ميا نوازشريف نن د خالي په ورځ پاکستان ملټري اکيډمۍ يا پوځي تربيتي مرکز کاکول ايبټ اباد کې د ۱۲۹م پاسنگ اؤټ پريډ دستورې ته په وينا کې ووئيل ، د ملکي دفاع يا ساتنې دپاره به ټول موجود وسائل په کار راوستلی شي .
نوموړي خپله وينا د قامي گټو ترلاسه کولو دپاره په گډه د کار کولو په خبره زور راوړو او زياته يې کړه ، د جمهوريت د ودې او د ترهگرۍ د ختمولو څخه بغېر د ملک دفاع په ښه توگه نه شي ترسره کېدی .
وزيراعظم ووئيل د ملکي دفاع دپاره به ټول موجود وسائيل په کار راوستلی شي ، او دقامي اهدافو ترلاسه کېدو دپاره قوم د پوځ سره ولاړ دی .
نوازشريف ووئيل پوځ ته به نوي ټيکنالوجي ورکولی شي او دا د حکومت زمه واري ده ، هغه ووئيل هيله مند دی ، چې يو ورځ به هېواد ته راپېښې ستونځې قابو کړی شي .
له دې وړاندې چې وزيراعظم نوازشريف کاکول ته ورسېدو ، نو د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف يې هرکلی وکړو .
دستورې ته په وينا کې وزيراعظم د ترهگرۍ د مخ نيوي او ملکي دفاع په سر د پوځ د قربانو ستائينه هم وکړه .
کاکول کې په پاس شوؤ کيډټس کې د اووه تعلق د فلسطين او بحرين سره دی .
د پاسنگ اؤټ پريډ په دغه دستوره کې د دفاع مرکزي وزيرخواجه اصف او د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد هم گډون کولو .
وزيراعظم نوازشريف چې د کاکول د پاسنگ اؤټ پريډ د دستورې مشر ميلمه ؤ ، دغه وينا يې په داسې حال کې کړې ده ، چې په ورستيو کې د ځيني حکومې وزيرانو لخوا د پوځ په اړه بيانونه مخې ته راغلي او بيا د پوځ سرلښکر لخوا هم د يو بيان وروستو د پوځ او حکومت ترمينځ د تاؤ تريخوالي خبرې کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG