لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف به د نريندرمودي د څوگند پورته کېدو په دستوره کې گډون کوي


د پاکستان او هند د جدائۍ راپه دېښوا دا لمړی ځل دی ، چې دواړو هيوادونو کې د وزيراعظمۍ د څوکۍ د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د دواړو هيوادونو مشران يو ځايي گډون کوي .
د پاکستان او هند د جدائۍ راپه دېښوا دا لمړی ځل دی ، چې دواړو هيوادونو کې د وزيراعظمۍ د څوکۍ د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د دواړو هيوادونو مشران يو ځايي گډون کوي .
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د هند د نوي وزيراعظم نريندرمودي د وزيراعظم په توگه د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د گډون بلنه قبوله کړې ، او د مئ په ۲۶م به دغه دستوره کې د گډون دپاره د دهلي سفر کوي . د هند په ټولټاکنو د بريالۍ شوې بهارتي جنتيا پارټۍ لخوا په دستوره کې د گډون دپاره د پاکستان وزيراعظم پشمول د سارک تنظيم کې شاملو هيوادونو ته د گډون بلنه ورکړی شوې وه .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم هاؤس وياند وئيلي د نريندرمودي د څوگند پورته کيدو په دستوره کې به نوازشريف د پاکستاني نمائندگي کوي .
د اطلاعاتو مرکزي وزيرپرويز رشيد وائس اف امريکا ته وئيلي ، چې وزيراعظم نوازشريف د مودي بلنه قبول کړې ده ، او دنهې په ورځ به د دواړو مشرانو يواځې ليدنه هم کيږي .
نوموړي وئيلي ، دا ډېره ښه موقع وي چې د گاونډي په توگه د مبارکي فرض ادا کړی شي ، او بيا د هيوادونو ترمينځ په مسلو او په هغې د خبرو اترو او يو بل پوهه کولو موقع په لاس راځي .
د وزيراعظم هاؤس د وياند ترمخه دغه دستوره به په سيمه کې د امن او هند سره د اړيکو معمول ته د راوستو لار هواره کړي . د کومې چې پاکستان عزم څرگند کړی دی .
د پاکستان او هند د جدائۍ راپه دېښوا دا لمړی ځل دی ، چې دواړو هيوادونو کې د وزيراعظمۍ د څوکۍ د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د دواړو هيوادونو مشران يو ځايي گډون کوي .
د هند په ټاکنو کې د بهارتي جنتيا پارټۍ په گټه نوازشريف ـ نريندرمودي ته د مبارکۍ دپاره ټيلي فون هم کړی ؤ ، او بيا د هند د نوي وزيراعظم جوړيدونکي نريندرمودي لخوا په سرکاري توگه نوازشريف ته د څوگند پورته کېدو په دستوره کې د گډون بلنه ورکړی شوې وه .
د راپورونو ترمخه نوازشريف د نريندرمودي د وزيراعظم په توگه د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د گډون پريکړه د خپلو نزدو ملگرو سره د صلاح وروستو کړې ده . او وزيراعظم سره به دغې دستوره کې د گډون دپاره د نوموړي د قومي سلامتۍ او جارجه سيکرټري سرتاج او نور لوړ پوړي هم هند ته ځي .
راپورونه وايي وزيراعظم نوازشريف به د څوگند دستوره کې د گډون سره د خپل سيال نريندرمودي او د هند صدر پرناب مکهرجي سره يواځي هم ويني ، او د دواړو هيوادونو ترمينځ په اړيکو او نورو امورو به ورسره خبرې اترې کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG