لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي : که د نوو حلقه بندیو بل منظور نه شو نو جمهوریت په خطر کې دی


د پاکستان وزېراعظم شاهدخاقان عباسې دهېواد سېاسي گوندونه خبردار کړي دي که د نوو حلقه بندیو لپاره یې زر تر زره قانون منظور نه کړو نو بیا به لاسونه مروړي. ښاغلي عباسي ويلي دي:

" که د اسمبلۍ اوسنیو غړو د بِل په حق کې ووټ ورنکړو نو درېم قوت به لاس وهنه وکړي" هغه اوویل بیا به غیر جمهوري طاقتونو ته دلاس وهنې موقع برابر شي.

ښاغلي عباسي د غیر جمهوري او دریم طاقت نوم نه دې ښکاره کړی، خو اکثره پاکستاني سیاست مداران د دریم طاقت ټکی د پوځ لپاره کاروي، او مطلب یې دا وي چې پوځي آمر به په واک کې راشي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د نوې حلقه بندیو په اړه دستوري بدلون د سېنېټ څخه منظورېدلو کې خنډ راغلي دی د څه له کبله چې د هېواد سېاسې ماحول د بې باورۍ سره مخ دی.

د پاکستان ملي اسمبلۍ د دستوري بل منظوري ورکړېده خو د مخالفه پېپلز گوند د مخالفت له کبله حکومت دغه بل د سېنېټ نه منظورولو کې ناکامه شوی دی. د پیپلز گوند په سېنېټ کې اکثرېت دی.

د پاکستان انتخابي کمېشن هم وايي که پارلېمان دا بل زر تر زره منظور نه کړو نو راتلونکي کال کې به انتخابات په خپل وخت کول ډېر گران شي.

نن د خالي په ورځ د پنجاب صوبې په جهنگ سېمه کې ېوې غونډې ته وزېراعظم اوویل که د دستوري بل په منظورۍ کې وخت واخستل شو نو هاغه قوتونو ته به د لاس وهنې موقع په لاس ور شي چا چې د کال ١٩٩٩ نه د کال ٢٠٠٨ پورې د هېواد واک په خپلو لاسو کې ساتلی ؤ .

د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال پروېز مشرف په کال ١٩٩٩ کې د هاغه وخت د وزېر اعظم نواز شرېف حکومت رانسکور کړی ؤ او بېا د کال ٢٠٠٨ پورې د هېواد صدر ؤ .

که چري د وړاندې کړې شوي دستوري بل منظور ورکړې شي نو د لوی صوبې پنجاب د اسمبلۍ لپاره به د څوکو شمېر کم او د وړو صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د څوکو شمېر زیات شي.

د پاکستان پوځ د وزیراعظم عباسي اوسني بیان ته په سملاسي توگه څه غبرگون نه دی ښودلی خو په ورستیو کې د پوځ مشرانو د هېواد په سېاست کې د لاس وهنې تورونه رد کړي وو .

.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG