لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي هواېي شرکت په نیویارک کې دوه پاکستاني مړي پریښودي


د پاکستان قامي هواييشرکت یا پي اييای د نیویارک نه خپل اخري الوت په مهال د دوو پاکستانیانو مړي هم په نیویارک کې پریښودي. اداره وايي دوي د دغه پېښې پلټنې کوي.

د پاکستان قامي هوايي ادارې یا شرکت پي ايي ای ویلي ددوي یو هواي جهاز د امریکې نیویارک ښار نه لاهور ته د تلو په وخت دوه مړي د نیویارک په هوايي اډه پرېښودي. پي ايي ای په دغه پېښه بخښه غوښتې خو په پاکستان کې به مطبوعاتو او سوشل میډیا کې په دغه کار په اداره سختې نېوکې روانې دي.

دغه پېښه د تیر خالي په ورځ دنیویارک په جان اېف کینیډي ایرپورټ باندې رامنځ ته شوې کله چې د پي ايي ای د نیویارک ښار نه په خپل اخري الوت یا پرواز د برطانیې مانچسټر هوايي اډې د لارې لاهور ته روانېدو.

د پاکستاني وګړي ناصر علي مړی وروستو د شورو په ورځ د متحده عرب امارات هواييشرکت، او اتحاد ایرویز د لارې پاکستان ته وړلی شوی. د بل پاکستاني وګړي نعمان بدر کورنۍ د نوموړي مړی د امریکې په میريلینډ ریاست کې خښولو فیصله کړې.

د پي اييای ویاند ای اېف پي خبرې ادارې ته وییلي د ادارې چیرمین مشرف رسول د پېښې د پلټنو حکم ورکړی. ویاند ویلي پي ايي ای په دغه پېښه باندې د مړو شوو دوه تنانو کورنو ته رسیدلي تکلیف باندې افسوس کوي او ورسره خپلې خواښوګۍ څرګندوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG