لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني حقونو په پالنه د امریکې دفاع وزیرد فلیپینز د پوځ ستاینه کړې ده


په ماراوي ښار کې د فلېپینز پوځ داعش خلاف د عملیاتو په مهال
په ماراوي ښار کې د فلېپینز پوځ داعش خلاف د عملیاتو په مهال

د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د فلیپیز پوځ ستاینه کړې ده چې په ماراوي ښار کې یې د داعش خلاف د پنځو میاشتو په جنگ کې د انساني حقونو کومه خلاف ورزي نه ده کړې.

د آسیان نومې تنظیم هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې ورسته خبریالانو سره خبرو اترو کې ښاغلي مېټس وویل د فلیپیز پوځ دداعش خلاف جنگ وکړو خو د انساني حقونو څه خلاف ورزي يې نه ده کړې او نه په دې لړ کې کوم باوري ثبوت شته.

جېم مېټس وویل هر چاته معلومه ده د داعش خلاف دغه جنگ ډیر خونړی و خو په داسې حالاتو کې هم د فلیپینز پوځ د انساني حقونو یو معیار برقرار وساتلو.

د فلېپینز د پوځ په اړه د تبصرې نه یوه ورځ وړاندې جېم میټس د فلېپینز صدر راډریگو دوترتی سره ولیدل. د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان وویل دغه ملاقات د گرمجوشۍ په ماحول کې وشو.

په نړي واله کچه په ښاغلي دوترتی باندې د انساني حقونو په لړ کې تنقید کیږي په خصوصي توگه د هغه اقدامات په سر چې هغه د نشۍ توکو د مخنیوي په لړ کې کړي دي.

د فلېپینز صدر د گل، دوشنبې، په ورځ داعش خلاف د پنځو میاشتو جنگ د ختمیدو اعلان وکړو. په دغه جگړه کې ٧٠٠ کسان وژل شوي دي او د ماراوي ښار د دوو لکو ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوي وه. مارواي د مسلمانانو د ابادۍ منداناؤ جزیرې په انتهايی جنوبي برخه پروت ښار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG