لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او اسلامي نړۍ کې د تندورۍ مخالفت زیات شوی


پاکستان کې د طالبانو، فلسطین کې د حماس، لبنان کې د حزب الله او نائیجیریا کې د بوکو حرام غوندې تنظیمونو او د تندورۍ په هکله اسلامي نړۍ کې منفي تاثر زیات شوي او د ابادۍ اکثریت خلک د تندورۍ په زیاتیدو پریشانه او اندیښمن دي.
دا نتائج د امریکې د غیر حکومتي ادارې پیو ریسرچ یوې نظر پوښتنې دي چې په ١۴ اسلامي هیوادونو کې يي کړې ده او د ١۴٢۴۴ کسانو نه پکې پوښتنې شوي دي
پاکستان کې د طالبانو، فلسطین کې د حماس، لبنان کې د حزب الله او نائیجیریا کې د بوکو حرام غوندې تنظیمونو او د تندورۍ په هکله اسلامي نړۍ کې منفي تاثر زیات شوي او د ابادۍ اکثریت خلک د تندورۍ په زیاتیدو پریشانه او اندیښمن دي. دا نتائج د امریکې د غیر حکومتي ادارې پیو ریسرچ یوې نظر پوښتنې دي چې په ١۴ اسلامي هیوادونو کې يي کړې ده او د ١۴٢۴۴ کسانو نه پکې پوښتنې شوي دي

پاکستان کې د طالبانو، فلسطین کې د حماس، لبنان کې د حزب الله او نائیجیریا کې د بوکو حرام غوندې تنظیمونو او د تندورۍ په هکله اسلامي نړۍ کې منفي تاثر زیات شوي او د ابادۍ اکثریت خلک د تندورۍ په زیاتیدو پریشانه او اندیښمن دي.

دا نتائج د امریکې د غیر حکومتي ادارې پیو ریسرچ یوې نظر پوښتنې دي چې په ١۴ اسلامي هیوادونو کې يي کړې ده او د ١۴٢۴۴ کسانو نه پکې پوښتنې شوي دي.

د پاکستان په هکله معلومات چې عنوان يي "پاکستانیان د طالبانو لپاره مینه نه لري" دی، سروی وايي هیواد کې سلو کې ٥٩ کسان د طالبانو په هکله منفي تاثر لري او یواځې اته فیصد خلک د طالبانو په حق کې دي. سروی وايي د پاکستاني طالبانو مخلتفو ټولگو او افغان طالبانو په هکله‏ هم پاکستا کې په عامه توگه خلک منفي تاثر لري.

د تیر کال په مقابله کې پاکستان کې د پاکستاني طالبانو باره کې د منفي تاثر کچه ٥٦ فیصد وه چې د کال ٢٠١۴ په سروی یا نظر پوښتنه کې ٥٩ ته پورته شوي ده.

هم دغه رنگ د القاعده خلاف د اسلامي نړۍ په مخلتفو هیوادونو کې منفي تاثر موندلی کیږي. لکه ترکې کې په لسو کې اته کسان د القاعده خلاف د منفي تاثر څرگندونه کوي. د لبنان عیسایان او مسلمانان، د اسرائیل یهودیانو او عرب ابادي یو رنگ د القاعده خلاف دي. د پیو سروی ښائي تیونس کې ٧۴ فیصد او فلسطیني سیمو کې ٥٩ فیصد خلک د القاعده په باره کې منفي سوچ لري.

د فلسطیني ډلې حماس په هکله هم د منفي سوچ زیات دی، په خصوصي توگه د حماس د انتظام د لاندې د فلسطین په غزه کې چرته چې ٦٣ فیصد خلک د تنظیم په هکله منفي سوچ لري. تیر کال دا شرح ٥۴ فیصد وه.

سروی کې دا پوښتنه هم شوي وه چې د اسلام په دفاع کې آیا په ملکي کسانو حملې یا ځانمرگي بم چاودنې جائز دي، نو اکثریت خلک ورته منفي جواب ورکوي یعني د داسې قسمه حملو مخلافت کوي.

منځني ختیز کې د ځانمرگي بم چاودنو ملاتړ تر ټولو زیات وو چرته چې د فلسطین ۴٦ فیصد خلک يي ملاتړ کوي. د فلسطین په غزه کې په خصوصي توگه د ځانمرگي حملو په حق کې ٦٢ فیصد خلکو رائې ورکړه. لبنان، ترکي، اردن، اسرائیل او تیونس کې د خلکو اکثریت د ځانمرگي بمونو مخلافت کوي.

پاکستان او انډونیشیا چرته چې په ورستي کلونو کې گڼ شمیر ځانمرگي حملې شوي دي، لسو کې یو کس د دداسې قسمه حملو ملاتړ کوي.

د تندورۍ په هکله د اسلامي نړۍ په هر هیواد کې تشویش موجود دي. د براعظم ایشیا په ټولو لویو اسلامي هیوادونو، پاکستان، بنگله دیش او انډونیشیا کې د سروی اکثریت خلکو د تندورۍ په زیاتیدو اندیښمني څرگنده کړې ده. بنگله دیش کې ٦٩ فیصد، پاکستان کې ٦٦ فیصد او انډونیشیا کې ٦٣ فیصد د تندورۍ په باره کې تشویش لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG