لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یونیورسټۍ جینکو سره د زیاتۍ پرضد د ”جماعت“ حل


Siraj ul Haq
Siraj ul Haq
په پیښور کې د استاذ په جامه کې پټ حیوان پرضد چې د يونیورسټۍ جینکو، هلکانو، او د پښتونخوا صوباېي اسمبلۍ غړو غږ پورته کړو نو د جماعت اسلامي غړي او د خزانې صوباېي وزیر سراج الحق يې د لاسونو په پړکار کې د ”جماعت“ د روایتي دریز سره سم حل وړاندې کړو.
د نهې په ورځ اسمبلۍ ته سراج الحق ووېل ”د هلکانو جینکو ګډ تعلیم ختمول پکار دي. ان تر دې چې د ښځو ځان له اسمبلي هم پکار ده. هلته به (ښځې) ډیرې په ښکلې طریقه او ښه په ازاده توګه خبرې کوي “
د خزانې د وزیر دغه وړاندیز ” د خر په ځایې د کولال د داغلو“ برابر خبره ده. د هغه خبره کې د تورن شوي استاذ لپاره سزا نه وه. ځکه چې تورن شوې استاذ هم د جماعت اسلامي سره اړیکې لري. د جینکو لپاره جلا یونیورسټي، او جلا اسمبلي د مذهبي ګوندونو د هغه مفکورې عکاسي هم کوي چې په خپلو مذهبي لیکونو کې ښځه ”فتنه“ ګڼي. دوي فکر کوي چې ښځه په ”څادر“ او ”چار دیوارۍ یا کور“کې دننه پکار ده.
هم دغې مفکورې له امله په افغانستان کې د طالبانو د قبضې نه تر پایې پورې دوره کې د ښځو تعلیم پرځایې ودریدلی وو. طالب چارواکو به ویل تر څو چې د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارې جوړې شوي نه وي نو تر هغې د ښځو تعلیم شورو کولې نه شي. طالبانو په دغه پلمه په شپږوکالو کې د ښځو یو سکول، کالج یا یونیورسټي خلاصه نه کړې شوه.
کیداې شي هم دغه یره وه چې د اسمبلۍ غړې همایون معراج د سراج الحق په وړاندیز اندیښنه وښوده او وې ویل چې د جینکو لپاره شته تعلیمي ادارو کې وضعه سمول پکار دې. اسمبلۍ ته د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ په یونیورسټو کې په ځینو استاذانو تور ولګوو چې جینکو ته د اوږد چکر او د ماښام ډوډۍ خوړلو بلنې ورکوي. او په ځواب کې ورته په ښه شان سره د کامیابۍ لالچ ورکوي.
د ځینو ښه اړخه ګوندونو د مخالفت باوجود، اسمبلۍ اوس د اووو ښځو او دوه سړو په ګډون د یوې کمیټۍ جوړولو اعلان کړی. دوي به ګوري چې د استاذ په پاکه جامه کې پټ شوی حیوانان څوک دي. په پیښور یونیورسټۍ کې د تورن شوي استاذ پرضد د جنورۍ په ۲۸مه نیټه مظاهرې هم شوې وې. خو د تورن استاذ د واکمن ګوند سره اړیکې تراوسه د هغه لپاره د یو مضبوطې قلعه په توګه کار کوي.
په ټوله جګړه کې داسې ښکاري چې جماعت اسلامي په ګټه کې روانه ده. د ګوند وتلې مشر سراج الحق ټول بحث د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارو او جلا اسمبلۍ ته واړو. او په یونیورسټۍ کې د جمعیت طالبعلمانو د استاذ په مخالفینو د مذهبي سپکاوې تورونه ولګول.
اردو کې واېي: چوری بهی اور سینه زوری بهی
ترجمه: غلا به هم کوي او زورور تیا به هم .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG