لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیوټا انتخاباتوکې فرینډز ډلې مخالفه ښي اړخه ایتلاف ته ماتې ورکړې


University of Peshawar
University of Peshawar

د پېښور یونېورسټۍ د پروفېسرانو (استازانو) په انتخاباتو کې فرینډز ډلې د جماعت اسلامي، تحریک انصاف او پراګریسېو ډلو مخالفه ایتلاف ته ماتې ورکړې. د فرېنډز ډلې لخوا په تېرو شپږو کالو کې دا شپږمه پرله پسې ګټه ده.

د ټاکنو سره د پېښور یونېورسټۍ د استازانو تنظېم یا پېوټا غړیتوب به اوس فرېنډ ډله کوي.

د پاکستان اساسي قانون کې په اتلسم بدلون کې صوبو ته د تعلېم او یونېورسټېو په اړه خود مختیاري ورکړل شوې. خو په پښتونخوا کې د واکمن تحرېک انصاف حکومت او د پېوټا تر منځ یو شمېر اختلافونو راپورته شوي.

په پښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف د پېښور یونېورسټۍ ۲۰۱۲م اېکټ یا قانون کې بدلون غواړي چې د صوبې په یونېورسټېو کې د واېس چانسلر د تقررۍ موده او د اوسني څلورو کالو پر ځاې دوه کاله کړي.

صوباېي حکومت د یو پروفېسر یا لکچرار د یونېورسټۍ نه بلې یونېورسټۍ یا کالج ته د بدلولو اختیار هم په لاسو کې اخستل غواړي. د یونېورسټۍ اکثره پروفېسران د واکمن تحریک انصاف دغه بدلونونو سره اختلاف لري.او په صوباېي حکومت تور لګوي چې پدغه قانون کې د بدلون تر مخه په یونېورسټو کې سیاسي فېصلې کول غواړي.

روان کال شوؤ دغه انتخاباتو کې د فرېنډز ډلې سره تعلف لرونکې ډاکټر فضل ناصر د تېر کال په شان یو ځل بیا صدر جوړ شوی. په انتخاباتو کې فیاض علي د جنرل سېکرټري څوکۍ لپاره منتخب شوی. په انتخاباتو کې د صدر نه تر انتظامي کمېټۍ غړو پوری څوکۍ فرېنډز ډلې ګټلي چې ښاېي د یونېورسټۍ زیاتره پروفېسران او لېکچرران یونېورسټو او کالجونو کې د تحریک انصاف د تګلارو سره اختلاف لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG