لاس رسیدونکی لینک

په پېښور کې يو بل خواجه سرا د وهلوټکولو وروسته وژل شوې


د نرښځانو يا خواجه سراؤ لپاره کارکونکي قمر نسيم د خېبر مېډيکل کالج په عمله سخت ټکونه کړي چا چې درې ورځې وړاندې د يو وژل شوي خواجه سرا مړی په خپله مرده خانه کې د کېښودلو نه انکار کړې وو -

د مرده خانې عملې ويلي وو دغه مړی خراب شوی وو او ددوي فرجونه يي سخاکول-

خو قمر نسيم وايي دوي ورته صرف د يوې شپې د پاره د دغې مړي د ساتلو خواست کړی وو چې د مرده خانې عملې هغه هم او نه منلو-

قمر نسيم مطبوعاتو ته ويلي د مرده خانې د عملې د انکار سره سم حکومتي ګورکنانو هم د خواجه سرا دمړي خښولو نه انکار کړی وو چې وروسته دوي د خېر ښېګړې ادارې اېدهي فاؤنډېشن ته د خښولو لپاره ورکړو-

قمرنسيم ويلي دا د يو انسان د مړي لوي توهين دی

د عارف نومې خواجه سرا چې په وړه مشهور وو، مړی تېره ورځ د پېښور سره نزدې د ورسک روډ په عاشق آباد نومې سيمه کې موندلی شوی وو-

پوليس وايي د وژل شوي خواجه سراپه وجود د تشدد نښې وې اوداسې ښکاري چې درې ورځې وړاندې وژلی شوی وي۰

د خواجه سراؤ لپاره د کارکونکي تنظم ټرانس اېکش مشره فرزانه وايي د کال 2015م وروسته دا 53م خواجه سرا دی چې وژل کيږي او حکومت دوي ته په تحفظ ورکولو کې د ناکامۍ سره مخ دی-

په پاکستان کې نزدې 5لاکه نرښځيان يا خواجه سرا دي ولې د ټرانس اېکش تنظيم وايي ددوي شمېره د 2 مېلينو نه زياته ده خو په دوي کې اکثرځان ته په ښکاره نرښځيان نه وايي ولې چې په دغه هېواد کې د اقليتونو او نرښځيانو په ضد په ټولنه کې زغم کم دی-

XS
SM
MD
LG