لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور شخصي یونیورسټۍ اسلام اباد په امتیازي چلن توروي.


University of Peshawar
University of Peshawar

حمیدالله

د پېښور شخصي پوهنتونونو تنظیم د پاکستان مرکزي حکومت او د لوړه زده کړو اداره (هاېیر ایجوکیشن کمیشن) د پښتونخوا د یونیورسټو سره په امتیازي چلن تورن کړي.

نن په پېښور کې د شخصي پوهنتونونو په یوه غونډه کې د پېښور اقرا یونیورسټۍ واېس چانسلر پروفیسر شاه جهان ډیوه ریډیو ته وېلي مرکزي حکومت دوي ته اجازه نه ورکوي چې بهرني پروفیسران پېښور کې کار اوکړي.

پروفېسر شاه جهان زیاتوي: ٫٫ مونږ د بهرني هیوادونو نه پروفیسران راغواړو چې دلته زمونږ استاذان او زده کړه کونکو سره خپلې تجربې شریکې کړي نو مرکز یا اسلام اباد واېي دوي به پېښور ته د تلو اجازت نامه یا این او سي اخلي. دغه اجازت نامه د لاهور، کراچې او اسلام اباد لپاره ضروري نه ده نو بیا ولې د پېښور لپاره دوي لازم کړې ده. این او سي یا اجازت نامه د پاکستان داخله وزارت ورکوي. او کله چې بهرني میلمانه دا هر څه واوري نو هغوي هم حیران شي٬٬.

د پېښور یو بل شخصي پوهنتون سیکاز واېس چانسلر ریاض خټک بیا ګیله کوي د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن (هاېیر ایجوکیشن کمیشن) په فنډونو او نورو برخو کې د پښتونخوا سره ناسمه رویه ساتي. ښاغلی ریاض زیاتوي: ٫٫د پېښور شخصي پوهنتونونه د پاکستان په خاصه توګه د پنجاب د شخصي پوهنتونونو نه د کارکردګۍ په لحاظ ډیر ښه دي. د پېښور زرعي پوهنتون د فیصل اباد زرعي پوهنتون نه په کار کې ښه دی خو په فنډونو او بجټ کې بیا د پنجاب د یونیورسټو برخه ډیره ده٬٬.

د خیبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې دا مهال ۸ شخصي یونېورسټۍ دي چې پکې د صوبې پېنځه دیرش زره ځوانان او پېغلې زده کړې کوي. په راتلونکې دوو اونیو کې دغو پوهنتونونو په صوبه کې د لوبو، روزګارونو او نورو میلو تیارۍ هم نیولي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG