لاس رسیدونکی لینک

پېښور: د هندوانو په مندر ولاړ حفاظتي پوليس په ډزو وژل شوی


پېښورښار کې له دې وړاندې هم وليس د ښار په مختلفو علاقو کې د ډيوټۍ په مهال په هدف کړی شوي دي .

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامالومه وسله والو د هندو لږکيو په مندرد حفاظت دپاره ولاړ پوليس باندې ډزې کړي چې له امله يې پوليس وژل شوی دی .


د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامالومه وسله والو د هندو لږکيو په مندرد حفاظت دپاره ولاړ پوليس باندې ډزې کړي چې له امله پوليس وژل شوی دی .
د پوليس چارواکو په وينا د اتوار په ورځ دغه پېښه د ښار د هشتنگرۍ سيمې په جهنډا بازار کې رامنځته شوې ده .
د سرچينو ترمخه جهنډا بازار کې د هندوانو د مندر مخې ته پوليس په ډيوټۍ ولاړ ؤ . چې موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړي ، او د ډزو له امله پوليس په ځايې ژوند د لاسه ورکړی دی .
او د ډزو وروستو دواړه حمله کوؤنکي د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي دي .
د سيمې د پوليس چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس علاقه په گېره کې اخستې ده او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
د راپورونو ترمخه پوليسو د هشتنگرۍ په سيمه کې د لټون په عملياتو کې د ډزو د پېښې وروستو څو شکمن کسان نيولي دي .
پېښورښار کې له دې وړاندې هم دغه رنگ پېښې رامنځته شوي او پوليس د ښار په مختلفو علاقو کې د ډيوټۍ په مهال په هدف کړی شوي دي .
XS
SM
MD
LG