لاس رسیدونکی لینک

پښتونخوا کې یو بل ځوان ډینګي وژلی


Dengue Affected People Punjab Mobile Team at Peshawar

دپیښور سره نژدې اچیني بالا ۱۷کلن شهاب الدین نن په شیرپاو روغتون یا هسپتال کې د ډینګي ناروغۍ د لاسه ژوند د لاسه ورکړی. د شهاب الدین د مرګ سره په صوبه کې د ډینګي د لاسه د وژل شوو کسانو شمیره ۱۸و ته رسیدلې.

د پښتونخوا د صحت چارواکي وايي په تیرو ۲۴ ساعتو کې د صوبې بیلا بیلو هسپتالونو ته ۳۰۰ نور د ډینګي نه متاثره مریضان راوړی شوي.

د ډینګي ناروغۍ د لاسه د جولايي میاشتې راهسې د ۱۸ کسانو د وژنې په سر د پښتونخوا په صوبایي حکومت په مطبوعاتو کې هم سختې نیوکې روانې دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت او د صحت محکمې لخوا د ډینګي د مخ نیوي لپاره یو شمیر ګامونه هم اخستل شوي.

د صوبايي حکومت لخوا د ډینګي پرضد اخستل شوو ګامونو په اړه د حمیدالله رپورټ په لاندیني لنک واورۍ.

XS
SM
MD
LG