لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي کلي معراج محمد هم د ډېنګي د لاسه مړ شو


Death toll reached 45
Death toll reached 45

د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور نوي کلي ۵۰ کلن معراج محمد تیره شپه د ښار په لوې هسپتال (کی ټي ایچ) کې د ډېنګي د لاسه خپل ژوند د لاسه ورکړو. معراج محمد څو ورځې وړاندې دغه روغتون ته د ډېنګي د علاج لپاره راوړی شوی وو.

د نوي کلي معراج محمد په خیبر پښتونخوا کې ۴۵ تن دی چې د ډېنګي ماشي د لاسه یې خپل ژوند په داسې مهال اوباېلو چې په صوبه کې د دغه ناروغۍ پرضد بیړنی حالت اعلان شوی. د صحت د چارواکو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۴۲۸ نوي مریضان په روغتونونو کې د علاج لپاره داخل کړی شوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د ډېنګي د مخ نیوي پروګرام مشر یا فوکل پرسن ډاکټر عطاالله وي او ای ډیوه ته ویلي په صوبه کې د ۱۲ زرو نه سېوا مریضانو علاج شوی او دوي خپلو کورونو ته لیږل شوي دي.

ډاکټر عطا الله وايي ٫٫ په خلکو کې د ډېنګي د لاسه یرې هم سېوا شوي او په لنډه موده کې تر ۶۰ زرو نه سېوا خلک هسپتالونو ته د ډېنګي ناروغۍ په شک کې راوړی شوي خو په دغو کې یواځې ۱۲ زره د ډېنګي نه متاثره وو.٬٬

د خیبر پښتونخوا سر ښار پېښور، مردان، بونیر، ایبټ اباد او ملاکنډ د ډېنګي نه زیاتې متاثره سیمې دي. او د صحت چارواکي وایي په پیښور کې بیا تهکال تر ټولو زیاته اغیزمنه سیمه ده.

ډاکټر عطاالله وايي په ځېنو سیمو کې اوس هم د ډېنګي ماشی موجود دی، ځکه په کورنو کې ولاړې اوبه دي او دغه اوبه د ډېنګي ماشي د لارو یا انډو لپاره غوړه ځاې وي. تر څو چې خلکو په خپلو کورونو کې ولاړې اوبه پوره پټې کړي نه وي او یا يې دغه لرې کړې نه وي، دغه ماشی به موجود وي.

په پښتونخوا کې د ډېنګي د ناروغۍ زیاتیدو او د دغې مخنیوي په اړه د ډیوه خبریال ریاض حسین رپورټ په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG