لاس رسیدونکی لینک

پېښور: د پوځيانو په گاډي بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي


پېښور کې دغه پېښه نن د جمعې په سحر د ښار په متهراعلاقه کې په ورسک روډ باندې هغه رامنځته شوې ، چې کله په دغه روډ باندې د پوځيانو گاډی تېرېدو .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې ورسک روډ باندې د امنيتي ځواکونو په يو گاډي بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي .

پېښور کې دغه پېښه نن د جمعې په سحر د ښار په متهراعلاقه کې په ورسک روډ باندې هغه رامنځته شوې ، چې کله په دغه روډ باندې د پوځيانو گاډی تېرېدو .

د پېښور د پوليس اېس پي رورل شاکرالله بنگش په وينا ، د پوځيانو گاډی چې پکې شپږ عسکر ناست وو ، په دغې گاډي په ريموټ کنټرول بم ډزول شوی دی . نوموړي په پېښه کې د دوه عسکرو د وژنې او دوه نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .

پېښه کې وژل شوي او ژوبل عسکر پوځي روغتون ته وړل شوي دي .

د پوليس افسر په وينا چاؤدېدونکي بارودي مواد په يو موټر سائيکل کې اېښودل شوي ، او موټر سائيکل د سړک غاړې ته ودرول شوی ؤ ، او چې څنگه د پوځيانو گاډی دغې ځايي ته ورسېدو بم پرې الوځول شوی دی .

د چارواکو په وينا پوليس او نوروسيکيورټي ادارو علاقه په گېره کې اخستي ، او پلټنې يي پېل کړي دي .

پېښور ښار کې له دې وړاندې هم په پوليس او نورو امنيتي ادارو سره بمي چاؤدنې او ځانمرگي بريدونه شوي ، او تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ، چې پوځ په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې د وسله والو په ضد عمليات کوي .

XS
SM
MD
LG