لاس رسیدونکی لینک

پېښور : بمي چاؤدنه کې د بم ډسپوزل سکواډ څلور پوليس وژل شوي


د پېښور په بډه بيره سيمه کې د بم ناکاره کوؤنکي سکواډ په گاډي باندي بمي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې د بم ناکاره کوؤنکي يونټ د يو افسر پشمول څلور پوليس وژل شوي دي . پېښه کې د بم ناکاره کوؤنکي يونټ د پېښور مشر سب انسپکټر عبدالحق ، درې پوليس کاشف ، امتياز او امين الحق وژل شوي دي .

د خيبر پښتونخوا سرښار پېښور په بډه بيره سيمه کې د بم ناکاره کوؤنکي سکواډ په گاډي باندي بمي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې د بم ناکاره کوؤنکي يونټ د يو افسر پشمول څلور پوليس وژل شوي دي .
د پوليس افسر شاهد خان په وينا د بم ناکاره کوؤنکي سکواډ په گاډي باندې نن سحر د گل په ورځ د بډه بېرې په شېخ محمدي سيمه کې د سړک غاړې ته اېښودل شوی بم ډزول شوی دی . بم کې پنځه کلو چاؤدېدونکي بارودي مواد کارول شوي ، او په ريموټ کنټرول ډزول شوی دی .
د پېښې په نتيجه کې مړي او ژوبل ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي .
د ليډي ريډنگ روغتون د چارواکو په وينا روغتون ته د بم ناکاره کوؤنکي يونټ د درې پوليسو مړي ، د يو لاروي او پوليس په گډون دوه ژوبل راوړل شوي وو . وروسته ژوبل پوليس په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
پېښه کې د بم ناکاره کوؤنکي يونټ د پېښور مشر سب انسپکټر عبدالحق ، درې پوليس والا کاشف ، امتياز او امين الحق وژل شوي دي . او د ژوبل لاره وي پېژندگلو د سکول استاذ نزيرالحق په نوم شوې ده .
د پوليس چارواکو په وينا د پېښې وروستو يې علاقه کې په گېره کې اخيستې ، او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
د خيبر پښتونخوا د بم ناکاره کوؤنکي يونټ مشر شفقت ملک په وينا ، تېره شپه په علاقه کې يوه بمي چاؤدنه شوې وه . او د بم ناکاره کوؤنکي املې چارواکې د هغه ځايې معائنې له روان وو چې د چاؤدنې ښکار شو .
شفقت ملک وئيلي پېښور کې د بم ناکاره کوؤنکي يونټ ۱۰ پوليس والا په داسې حال کې وژل شوي دي ، چې هغوي بمونه ناکاره کول . نوموړي زياته کړې عبدالحق د بم ناکاره کوؤنکي سکواډ تکړه افسر ؤ . او هغه د حکم خان د وژنې وروستو د پېښور د بم ډسپوزل سکواډ مشر جوړ کړی شوی ؤ . حکم خان باندې په کال ۲۰۱۲ م کې د بم ناکاره کېدو په مهال بم ډزېدلی ؤ .
پېښورښار کې وړاندې هم بمي چاؤدنو کې د عامو خلکو سره پوليس او د قانون نافذؤنکو ادراو يو شمېرغړي په نخښه شوي دي .
XS
SM
MD
LG