لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې ځان مرگي بريد او ډزو کې د ۴ زنانؤ په شمول ٧ کسان وژل شوي


د سرچينو ترمخه ځان مرگي په يو کور کې دننه ځان الوزولی دی ،
د سرچينو ترمخه ځان مرگي په يو کور کې دننه ځان الوزولی دی ،

د پېښور ښار رينگ روډ سره څنگ ته د څوکنو سيمې په عيسي خېل گړۍ کې ځان مرگي چاؤدنه کې څلور زنانه وژل شوي او د دوه ماشومانو په گډون پکې پينځه نور کسان ژوبل شوي دي . بله پېښه د هنگو په سيمه کې رامنځته شوې او د سکول درې استاذان په ډزو وژل شوي دي .

د پېښور ښار رينگ روډ سره څنگ ته د څوکنو سيمې په عيسي خېل گړۍ کې ځان مرگي چاؤدنه کې څلور زنانه وژل شوي او د دوه ماشومانو په گډون پکې پينځه نور کسان ژوبل شوي دي . بله پېښه د هنگو په سيمه کې رامنځته شوې او د سکول درې استاذان په ډزو وژل شوي دي .
د خيبرپښتونخوا سرښار پېښور کې د شوي ځان مرگي چاؤدنې په اړه د سيمې د پوليس مشر اېس اېس پي نجيب مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، د څوکنو په عيسي خېل گړۍ علاقه کې يې په دغې اطلاع چې ځان مرگي بريد کوؤنکی سيمې ته راننوتی دی ، په ضد يې د لټون عمليات کول چې هغه د يو کور څنگ ته ځان والوزولو .
د سرچينو ترمخه ځان مرگي په يو کور کې دننه ځان په داسې حال کې الوزولی دی ، چې په کور کې قران خواني روانه وه .
د چاؤدنې په نيتجه کې څلور زنانه مړې او د يوې ماشومې په گډون پينځه نور کسان ژوبل شوي دي . پېښه کې مړي او ژوبل ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي .
پوليس وايې علاقه يې په گېره کې اخستې او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي ، د راپورونو ترمخه پوليسو د علاقې نه دوه مبينه ترهگرهم نيولي دي .
هنگو کې د رامنځتې شوې پېښې په اړه راپورونه وايې ، د هنگو په کچي بانډه علاقه کې د سرکاري اسکول درې استاذان د سکول مخې ته ولاړ وو ، چې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړي .
د سيمې د پوليسو په وينا د وژل شوؤ استاذانو پېژندگلو د فقير حسېن او سيد خليل په نومونو شوې د دوي تعلق د شيعه ډلې او استرزو علاقې سره دی ، اوبل وژل شوی استاذ محمدخان نوميږي او د کوهاټ اوسيدونکی دی .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG