لاس رسیدونکی لینک

پروېز رشيد : پاکستان او افغانستان د ترهگرۍ په ضد يو دي


د اطلاعاتو وزير وئيلي ، ترهگري او جمهوريت دوه مخالف څيزونه دي ، او زياته کړې يي ده د ملک څخه به په هر قيمت د ترهگرۍ خاتمه کوي .

د پاکستان د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد وئيلي ، پاکستان او افغانستان په گډه د ترهگرۍ په ضد جهگړه کوي ، او په سيمه کې امن په ځايي کېدل شريکه گټه ده .

د سرکاري ميډيا ترمخه د اطلاعاتو مرکزي وزير پروېز رشيد نن د اتوار په ورځ يو بيان کې وئيلي دي ، چې د افغانستان امن د پاکستان دپاره ډېر مهم دی ، او دواړه هېوادونه په گډه د ترهگرۍ په ضد جهگړه کوي .

نوموړي وئيلي افغانستان د ترهگرۍ په ضد جهگړه کې د پاکستان هم خيال جوړولو په کار کې وزيراعظم نوازشريف مهم کردار لوبولی دی .

هغه زياته کړې چې ځينې قوتونه د ټوپک په زور خپله ايجنډا نافد کول غواړي ، کومه چې د قبلولو نه ده .

د اطلاعاتو وزير وئيلي ، ترهگري او جمهوريت دوه مخالف څيزونه دي ، او زياته کړې يي ده د ملک څخه به په هر قيمت د ترهگرۍ خاتمه کوي .

پروېز رشيد د پوځي عدالتونو جوړېدو په اړه وئيلي ، په تېر وخت کې پوځي عدالتونه د جمهوريت د بربادۍ دپاره جوړ کړی شوي وو ، خو وسني جوړېدونکي ځانگړي عدالتونه د جمهوريت د ساتنې او ترهگرۍ د خاتمې دپاره جوړولی شي .

بل لور ته د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز هم وئيلي د پاکستان او افغانستان ترمينځ د ترهگرۍ په ضد پاليسۍ کې هم پرمختگ شوی دی .

نوموړي وئيلي پاکستان د ترهگرۍ ضد کمپائن کې په ملک کې د موجودو تُندلارو ډلو او د ښو او بدو طالبانو د توپير پرته خپله توجه دې پله راړولې ده .

سرتاج عزيز وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي ، پېښور کې په سکول د بريد په اړه اسلام اباد ـ کابل سره مالومات شريک کړي ، او افغان چارواکو ورته مثبت ځواب وئيلی دی .

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي بريد سمدست وروستو د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کابل دوره کړې وه ، او د هغې وروستو د افغان پوځ مشر جنرال شېرمحمد کريمي او په دغه هېواد کې د اېساف کمانډر جنرال جان کېمپبل هم د پاکستان سفر کړی ؤ ، او راولپېنډۍ کې يې جنرال راحيل شريف سره ليدلي وو .

XS
SM
MD
LG