لاس رسیدونکی لینک

پينټاگون: کوباني کې په سلگونو جنگيالي وژل شوي


د دولت اسلامي وسله والو د تېرې يوې مياشتې راهسې کوباني په گېره کې اخيستی ، خو د ښار د دفاع کوؤنکو کردانو لخوا د سخت مزاحمت سره مخ دي .

د امريکې د دفاع محکمې پينټاگون وئيلي ، چې د دولت اسلامي په گېره کې د شام د سرحدي ښار کوباني نه چاپېره د امريکايي پوځ لخوا په ترسره شوې بمبارۍ کې په سلگونو تندروه وسله وال جنگيالي وژل شوي دي .

د پينټاگون وياند ريئراېډمرل جان کربي د شورو په ورځ واشنگټن کې خبريالانو ته ووئيل ، امريکايي پوځ يقيني دی چې په تازه څو ورځو کې د کوباني نه چاپېره د اتحادي ځواکونو په هوايي حملو کې په سلگونو تندلاري وژل شوي دي .

وياند زياته کړې په کوباني باندي د فضايي حملو د زياتوالي يو علت په علاقه کې د وسله والو په زياته شمېره کې هلې ځلې او مخ په وړاندې تگ دی .

د پينټاگون وياند ووئيل ، چې د اتحادي ځواکونو لخوا په هوايي حملو کې د سېواوالي او وسله والو ته د زيان اوړېدو باوجود هم په کوبانې باندې د دولت اسلامي د قبضې اندېښنه په خپل ځايي موجوده ده .

د اېډمرل جان کربي په وينا يواځې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دولت اسلامي په ضد د امريکې د ځواکونو په مشرۍ اتحادي ځواکونو په کوباني کې په تندلارو ۴۰ حملې کړي دي .

وياند زياته کړې چې په عراق کې د موسم د خرابۍ له امله اتحادي ځواکونو ته په حملو کې ستونځې رامخې ته دي ، ځکه د حملو ټوله توجه او وسائيل دا وخت په شام کې کارول کيږي .

نوموړي ووئيل ، د ترکي سره په پوله د کردانو د اکثريتي ښار حالات وس هم ښه نه دي ، او د هغه په وينا د ښار واک لا د دفاعي کردانو جنگيالو په لاسو کې دی ، خو ځينې علاقې د دولت اسلامي وسله والو په خپله قبضه کې اخيستي دي .

د پينټاگون وياند وئيلي ، چې د دولت اسلامي وسله وال څنگه د ښار په نورو زياترو علاقو قبضه کوي ، نو اتحادي ځواکونو ته به نور اهداف په لاس ورځي او هغويي ته به زيان اوړي .

د دولت اسلامي وسله والو د تېرې يوې مياشتې راهسې کوباني په گېره کې اخيستی ، خو د ښار د دفاع کوؤنکو کردانو لخوا د سخت مزاحمت سره مخ دي .

د کوباني او نزدي علاقو اوسېدونکو د جگړې له کبله سيمه پرېښودې ، او په ترکي کې يي پناه اخيستې ده ، او د جان کربي په وينا په ښار کې وس يواځې څو سوه کسان پاتي دي .

XS
SM
MD
LG