لاس رسیدونکی لینک

پنټګان وايي امریکا به سږ کال پاکستان ته پاتې پوځي لګښتونه نه ورکوي


د امریکا ددفاع وزیر جیمز مېټس کانګرس ته وویل چې پنټګان به پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال د پاتې لګښتونو پیسې نه ورکوي ځکه اسلام اباد د حقاني شبکې په وړاندې کافي څه نه دي کړي.

د پنټګان ویاند اډم سټمپ رویټرز خبري رسنۍ ته ویلي چې اوس مهال به دغه پیسې د پاکستان حکومت ته نه ورکول کیږي ځکه چې ددفاع وزیر ددې خبرې تایید نشی کولای چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۶ کال د دفاعي تړون له مخې د حقاني شبکې پرضد کوټلي ګامونه اخیستې.

جیمز مېټس د جمعې په ورځ کانګرس ته پدغې وینا کې زیاته کړه چې د افغانستان-پاکستان سیمې لپاره یې په نوې پالیسې کار پیل کړیدی او ډیر زر به یې تیاره کړي.

دغه پریکړه پداسې وخت کې شویده چې د ټرمپ ادارې د پاکستان په وړاندې د خپلې تګلارې په سختوالي باندې غور کوي تر څو پاکستان هغه ترهګر وځپي چې په ګاونډي افغانستان باندې بریدونه کوي.

سټمپ وویل دا پریکړه د سپینې مانۍ لخوا د جنوبي اسیا د سټراتیژۍ د بیا کتنې د پایلو پر بنسټ نه ده شوې.

که څه هم پاکستان د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د هغې کلنې ارزونې راپور رد کړ چې ویلي وه پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې د پام وړ اقدامات نه دی ترسره کړي.

په یاد راپور کې دا هم راغلي وه چې پاکستان حتی ددغو ترهګرو وړتیا او ظرفیت هم نه وه محدود کړی په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د امریکا ګټې ګواښلې.

دا لومړی ځل نه دی چې پنټګان په پاکستان باندې لګښتونه بندوي بلکه تیر کال یې هم د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په اندازه پوځي لګښتونه په پاکستان باندې بند کړي وه.

پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال د منل شویو ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت لګښتونو څخه تر اوسه ۵۵۰ میلیونه ورکړل شوي دي.

له پاتې پیسو څخه ۳۰۰ میلیونه لا دمخه د نورو پروګرامونو لپاره اړول شوې وې خو په اړه یې راپور نه وه ورکړل شوی.

د ماټیس دغه وروستۍ پریکړه به په پاتې ۵۰ میلیونو ډالرو باندې پلې شي.

دغه پیسې د امریکا ددفاع وزارت لخوا د خپل نړیوال ایتلاف هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG