لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پينټاګان یو چارواکي ویلي امریکا دې افغانستان ته نور عسکر ولیګي


عدنان رشید

پینټاګان افغانستان ته پنځه زره نور عسکر لیګل غواړي، چي د افغانستان پوځ تربیه کړي او په سیمه کښي دومداره امنیت پر ځايي کړي. دا خبره تیره ورځ د پینټاګان یو چارواکي په سینټ کښي د پوځي کمیټۍ غړو ته کړی ده.

د فاع لپاره د پینټاګان ناېب سیکټر ټیریسا ویلن کمیټی ته وویلي د نورو سرتیرو لیګلو مقصد په افغانستان کښي داېمي امن پر ځائي کول دي کوم چي دامریکا د پوځ یو لوي هدف دي. د هغه په وینا راتلونکي اونۍ کې به په دي اړه د صدرټرمپ انتظامیې ته وړاندیزونه لیږي. ټیریسا وایي ٫٫افغانستان د امریکا لپاره مهم ملګري هیواد دی او دغه یوه کړکیچنه او حساسه سیمه ده. ٬٬

په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشر جنرال جان نکلسن هم څو میاشتې وړاندې د افغانستان لپاره د څو زره نور پوځیانو غوښتنه کړی وه، چې د طالبانو او داعش وسله والو پر ضد عملیات تند کړي.

تیره میاشت د افغانستان حکومت څلورکلن امنيتي پلان اعلان کړی او په دغه اړه يې د امریکا نه کومک هم غوښتی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د امریکا غږ اشنا ته ویلي٫٫افغان پوځ د امن پرځايې کولو لپاره مهم رول لوبولی شي اوهرافغان به په خپل پوځ ویاړ کوي. که چرته دغه څلور کلن پلان په مکمله توګه عملي کولوکي امریکا زمونږ ملاتړ وکړي څرنګه چي دوي (امریکا ) لوظ کړی دی. ٬٬

د تیروپنځلسو کالو راهسې امریکايي پوځ افغانستان کي عملیات تر سره کوي او دا وخت د ناټو۱۲،۵۰۰ عسکر چي پکي د امریکا ۸۴۰۰ پوځیان هم شامل دي په افغانستان کښي پراته دي.

د افغانستان لپاره دخصوصی پوځ کمانډر جنرال ریمونډ تها مس تیره ورځ امریکا ېي سینټرانو ته وویلي٫٫چی یوشمیر پوځي عسکر د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کي برخه اخلي او پینټاګان په نوي پلان کي هڅه کوي چي په افغانستان کي د امریکاېي پوځ وساتي او دوامداره امن په ځایې کړي.٬٬

د امریکا دفاعي سیکټر جېمز ميټس هم تیره میاشت افغانستان ته په ناڅاپي سفرورغلي وو، د صدر ټرمپ انتظامیه د افغانستان لپاره خپل پوځي پالیسي جائزه اخلي چي نوي تګلاره جوړه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG