لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین به شمالي کوریا مجبوره کړي چې خپل ایټمي پروګرام پریږدي: مائیک پنس


Australia Pence
Australia Pence

عدنان رشید

امریکا او اسټریلیا په چین ټنګار کړی شمالي کوریا دي دایټمي وسلو جوړولو نه ودروي.

دغه خبره د امریکا ناېب صدر مائیک پنس د اسټریلیا وزیراعظم مالکم ټرنبل سره د اسټریلیا په سډني ښار کې یو ګډ خبري کانفرنس کې کړې. خبري غونډې ته ښاغلي پنس ویلي ٫٫هغوي باور لري چین به خپل کردار ادا کوي او شمالي کوریا به دې ته مجبوره کړي چې خپل ایټمي پروګرام پریږدي.٬٬

د امریکا د ناېب صدر په وینا که پیانګ یانګ ایټمي وسله ترلاسه کړه، په خاصه توګه بیلسټک میزائل کوم چه لري پرتي سیمي په نښه کولی شي، نو دغه به د نړۍ او امریکې امنیت لپاره خطرناک وي. هغه زیاته کړې دشمالي کوریا خطرناک ایټمي عزائم د قبولولووړ نه دي.

مائیک پنس دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامې تر ټولو لوړ چارواکی دی او په لومړي ځل د اسټریلیا په سفر تللی. د دغه سفر حدف د شمالي کوریا پر ضد دنړیوالو ملګرو ملاتړ یقیني کول دي کوم چي د تیرو 25 کالو راهسې عملي کیږي.

ښاغلي مائیک پنس د خپل سفر په مهال ویلي: ٫٫ یوایس ایس کارل ونسن (سمندري بیړۍ) چې د شمالي کوریا په لورروانه ده، به د څو ورځو لپاره دجاپان سمندري اوبو کي ولاړهوي.

دغه خبري کانفرنس ته د وینا په مهال د اسټریلیا وزیراعظم مالکم ټرنبل ویلي، چین کولی شي د خپل معاشي اثر لاندې شمالي کوریا په نیغه لار راولي.

د واشنګټن په جان هاپکنز یونیورسټۍ کي د څیړنیز مرکز (یو ایس کوریا انسټي ټیوټ) یو رپورټ کې ویل شوي، د شمالي کوریا ایټمي تجربو په مرکز کي د ازموینې لپاره تیارۍ مکمل شوي دي، او که پیانګ یانګ امر وکړو نو دغه ازموینه څه وخت هم کیدی شي.

روانه هفته /اونۍ د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا سفیر وويلي وو که امریکا دهغوي پرضد پوځي عملیات وکړل نو هیواد (شمالي کوریا) به سخت ځواب ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG