لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په هندي ډرامو باندې لګېدلی بندیز دې لیرې شي


د لاهور د هايې کورټ ستر قاضي (چیف جسټس) منصور علي شاه وویل د هند په هغو ډرامو باندې دې بندیز ولګیږي چې پر پاکستان پکې نیوکې شوې وي خو پدې برخه کې بشپړ بندیز بې ځایه دی.
د لاهور د هايې کورټ ستر قاضي (چیف جسټس) منصور علي شاه وویل د هند په هغو ډرامو باندې دې بندیز ولګیږي چې پر پاکستان پکې نیوکې شوې وي خو پدې برخه کې بشپړ بندیز بې ځایه دی.

د لاهور هآيې کورټ د هېواد د رسنیو د څارنې ادارې یا پیمرا ته امر کړی چې په هندي ډرامو باندې لګول شوی بندیز بې ځایه دی او دا دې لیرې کړي.

د لاهور د هايې کورټ ستر قاضي (چیف جسټس) منصور علي شاه وویل د هند په هغو ډرامو باندې دې بندیز ولګیږي چې پر پاکستان پکې نیوکې شوې وي خو پدې برخه کې بشپړ بندیز بې ځایه دی.

نوموړي قاضي دا هم وویل چې ولې پیمرا د هندي ډرامو په اړه دومره حساسیت ښودلی پداسې حال کې چې حکومت له پدې اړه هیڅ نیوکه نه ده کړې.

یادې محکمې دا هم وویل چې دوی ته باید خبر ورکړل شي که په هندوستان کې په پاکستاني ډرامو یا فلمي تولیداتو باندې ورته بندیز لګول شوی وي او پیمرا باید په خپلو سیاستونو باندې له سره غور وکړي.

پیمرا د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په ۱۹ نیټه د ټولو هندي ډرامو په خپرېدو باندې وروسته له هاغې بندیز ولګوه کله د هند او پاکستان ترمنځ حالات نور هم ترینګلي شول.

د پاکستان د تلویزیونونو ادارو ددغه بندیز لیرې کېدل غوښتي وه او ددوي دلیل دا وه چې دا د پاکستان د حکومت لخوا نه دي لګېدلي.

ددوي لخوا دغې قانوني غوښتنې د پیمرا اداره له ننګونې او چلنج سره مخ کړه او دا یې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وګڼله.

ددغې قانوني کیس یوې غړې اسما جهانګیر وویل چې د پاکستان په تلویزیونو باندې د هندي ډرامو د خپرولو پرسر بندیز ځکه بې ځایه دی چې هندي فلمونه په پراخه توګه په سینما ګانو باندې خپریږي.

د پیمرا ادارې بیا ادعا وکړه چې دوي دغه بندیزونه وروسته له هاغې ولګول چې په هند کې په پاکستاني ډرامو باندې ورته بندیز لګېدلی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG