لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويانا ميوزيم کې باچاخان، ايدهي او ملاله د امن نوې اتلان


Peace Heroes at Vienna Museum
Peace Heroes at Vienna Museum

د ويانا د سولې ميوزيم یا نندارتون د عدم تشدد پېروکار باچاخان، د ښځو د تعليم مبارزه او نوبېل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ او د انسانيت د خدمت مبارز عبدالستار ايدهي د کال ۲۰۱۷م د سولې په اتلانو کې شامل کړي دي.

د ويانا د سولې ميوزيم د کال ۲۰۱۴م نه د عصر او تاريخ د سولې اتلان رايوځای کوي.

د ويانا ميوزيم په خپله وېب پاڼه د عبدالغفارخان (باچاخان) د انځور سره ليکلي، "د پاکستان د عدم تشدد فعال، د خدای خدمتګار تحريک باني، د برطانيې د ظلم په ضد دعدم تشدد ملاتړی".

دغه رنګ ملاله يوسفزۍ ته يې "د ښځو د تعليم مبارزه کم عمره پاکستانۍ فعاله، څوک چې د طالبانو په بريد کې په سر لګېدلې او بچ شوې ده"، ليکلي دي.

ميوزيم د اپرېل په مياشت کې په خپل ټويټر پاڼه د انسانيت دپاره خدمت کوونکی عبدالستار ايدهي هم د سولې اتل اعلان کړی خو په وېب يې لا د هغه انځور نه دی خپور کړی.

د سولې ميوزيم ايدهي ته "بشردوست، د ايدهي فاؤنډېشن باني چې روغتونونه يې چلولي، بې کورو ته يې کورونه ورکړي، خېراتي مرکزونه او يتيمانو ته يې په ټول پاکستان کې د سر سيوری ورکړی دی".

ميوزيم د سولې په اتلانو کې د افغانستان ډاکټرعلي احمدصافي هم شامل کړی څوک چې د سولې فعال او د کابل د سولې د لائبرېرۍ بانی دی.

د ويانا سولې ميوزيم د سولې د اتلانو پېژندګلو په دې ډول کړې چې: جګړه پېل کول اسان دي ولې پای ته رسول يې تل ګران، جګړه د ځمکې په سر ژوند ختموي، او د سولې ميوزيم په دې يقين ساتي چې هر هغه څوک چې په تېر يا موجوده وخت کې يې د سماجي انصاف دپاره غږ پورته کړی هغه د سولې اتل دی.

ويانا ميوزيم وايي د امن اتلانود مبارزې د لارې د سولې د زده کړو ورکولو هڅه کوي، د هغو اتلانو چا چې خپل ژوند د ټولنپوهنې او عدم تشدد د لارې د سولې دپاره تېر کړی وي.

د ويانا د سولې د ميوزيم په اتلانو کې بدها، نېلسن منډېلا، ګاندهي، کوفي عنان، مارټن لوتهرکنګ جونيئر او دلايي لاما هم شامل دي.

ميوزيم په خپله وېب پاڼه ليکلي د کال ۲۰۲۰ پورې به د سولې ۵۰۰۰ اتلان رايوځای کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG