لاس رسیدونکی لینک

کرکټ ورلډکپ ۲۰۱۵م دپاره د پاکستان ټيم اعلان شو


معېن خان ووئيل مونږ پوره هڅه کړې ده ، چې غوره ټيم جوړ کړو او د جوړ شوي ټيم نه مو طمع ده چې ښه لوبه به وکړي .

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ورلډکپ ۲۰۱۵م دپاره د ۱۵ لوبغاړو ټيم اعلان کړو ، ورلډکپ ۲۰۱۵م به په نيوزي لېنډ او اسټريليا کې لوبيږي .

د پاکستان کرکټ بورډ منېجر معېن خان په کراچۍ کې د ټيم اعلان وکړو ، او وې وئيل د ټيم جوړولو دپاره سليکټر، کوچ او کپتان سره صلاح شوې او لوبغاړو ته په کتو ټيم جوړ کړی شو، د ښه ټيم جوړولو هڅه مو کړې او نورو ټيمونو سره به ښه مقابله وکړي .

هغه زياته کړه د ټيم د لاس ته راوړنو په اړه څوک هم څه نه شي وئيلی ، خو زه د يو کرکټر په توگه پوره په يقين سره وايم چې مونږ کوم ټيم جوړ کړی زه ترې پُرامېده يم .

هغه ووئيل مونږ ډېر په ايماندارۍ ټيم جوړ کړی او خوښه ناخوښه مو پکې نه ده کړې .

معېن خان ووئيل په خصوصي توگه مونږ د لوبغاړو فټنس ډېر په خيال کې ساتلی او په تېرکال کې درې ځله د لوبغاړو فټنس ټېسټ شوی دی .

د پي سي بي منېجر په وينا د ټيم د ۱۵ لوبغاړو نومونه د پي سي بي چيئرمېن شهريار خان منظور کړي دي ، او په ټيم کې احمدشهزاد او محمدحفيظ دوه اُوپنران اېښودی شوي او درېم به ورسره سرفراز وي .

ټيم کې دوه اُوپنران ، پينځه مډل ارډر بېټسمېنان ، يو وکټ کيپر ، دوه سپېنران او پينځه تېز باؤلران دي .

د ټيم لوبغاړي : کپتان : مصباح الحق (کپتان) ، احمد شهزاد ، محمدحفيظ ، يونس خان ، حارث سهېل ، عمراکمل ، صهېب مقصود ، سرفراز احمد(وکټ کيپر) ، شاهدافريدي ، ياسرشاه ، محمدعرفان ، جنېدخان ، احسان عادل ، سهېل خان ، وهاب رياض .

ورلډکپ ۲۰۱۵م چې د فرورۍ د مياشتې د ۱۴م نېټې نه پېل کيږي او فائنل مېچ يي د مارچ په ۲۹م ټاکل شوی دی ، د پاکستان ټيم به خپل لمړی مېچ د فرورۍ د مياشتې په ۱۵نېټه د هندوستان د ټيم په ضد نيوزي لېنډ کې کوي .

XS
SM
MD
LG